غني: نړیوالو سره له خبرو وروسته طالبانو ته د سولې پیغام ورکوو

 

دامریکا غږ

ولسمشر اشرف غني وايي چې راتلونکې اونۍ د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې سره له خبرو وروسته به طالبانو ته یو ځل بیا د سولې د مذاکراتو د پیل بلنه ورکړي.

ټاکل شوې چې په پلازمینې کابل کې د روانې عیسوي میاشتې په ۲۸ نیټه د افغانستان په کوربتوب د افغان سولې په تړاو د کابل پروسې دویمنړیوال کنفرانس جوړ شي.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ (فبروري۲۰) په کابل کې د مشورتې غونډې په پای کې ګډونوالو ته وویل “پس له دې یوه هفته بعد نړۍ ته اعلام کوو، که ځواب یې راکړ او رسمي مذاکرات یې ومنل په سترګو، غیر له هغې ستاسې پیغام دادی او زه ستاسې پیغام رسوم، یو ولسي غورځنګ باید ټول افغانستان کې پلی کړو، چې هر کلي کې تاسې هرڅوک چې ټوپک په لاس لري ورته ووایئ، چې ټوپک ته دې رخصتي ورکړه”.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د افغانستان لپاره په اوس وخت کې تر ټولو مهمه مسله د سولې د پروسې عملي کول دي، چې پر وینا یې دغه کار په آسانۍ نه ترسره کیږي او په دې برخه کې باید د مخالف لوري غوښتنې درک شي.

ښاغلي غني دغه راز په سیاسي نظام کې وروستیو ستونزو ته په اشارې وویل، چې افغان ولس چاته د بحران د زیاتولو اجازه نه ورکوي. افغان ولسمشر زیاته کړه حکومت به یې له هر ډول سانسور پرته او په ازاده فضا کې د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي هم وویل چې د سولې لپاره ټینګه اراده لري او هڅې به یې مثبتې پایلې ولري. هغه وویل “هیڅ شی او هیڅ څوک به زموږ د لارې او هڅو خنډ ونه ګرځی”.

د سولې عالي شورا د سولې د خبرو په تړاو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه اته سوه قومي مشران، جهادي قوماندانان او د ولایتي شورا غړي په دې موخه راټول کړي وه چې د حکومت او مخالف لوري ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره منځګړیتوب وکړي.

دغې مشورتي ناستې دوه ورځې دوام وکړ چې پایلې یې په څوارلسو مادو کې افغان حکومت ته وسپارل شوې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.