غني: له ۴۰ کلونو راهیسې نړیوالې ټولنې د سولې له بنسټیز حقه محروم کړي یو

دآزادی راډیو

جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، په تېرو شپږ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لوړ ظرفیت نړیوال قانع دي او ور څخه ستاینه کوي.

محمد اشرف غني د شنبې (د کب ۹مه) په ورځ د کب د نهمې یا د سرتېري د ملي ورځې په مناسبت دفاع وزارت کې وویل، اوس‌مهال ترهګرۍ ضد نوي سلنه عملیات افغان ځواکونه په خپله کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه: “تاسې (ملي امنیتي ځواکونه) یوازې د افغانستان خپلواکۍ نه ساتئ، بلکې د نړۍ امنیت هم ساتئ او په تاسو ویاړ کوم.”
د جمهور رئیس غني په خبره، په تېرو ۱۴۰ کلونو کې له بل هر وخت زیات افغانان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي، ځکه د اساسي قانون ساتونکي دي.

محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه، پياړتیا او سمبالښت ورته لومړیتوب لري.

ښاغلي غني د سولې روان بهیر ته په اشارې وویل، څوک چې اصلي افغانان دي، په مېړانه او جرات دې سوله وکړي.

افغان ځواکونه نه یوازې د هېواد خپلواکي ساتي،د نړۍ امنیت هم ساتي
د نوموړي په وینا، د افغانستان روانه جګړه اسلامي او انساني اړخ نه لري او دې برخه کې د افغانستان د حکومت داعیه برحقه ده.

ښاغلي غني په افغانستان د سولې د نه راتلو له کبله پر نړېوالې ټولنې هم نیوکه وکړه: “نړیوالې ټولنې ۴۰ کاله کېږي چې د یو لوی تاریخ، لرونکی ملت او ژوندي خلک له خپل اساسي حق چې سوله ده محروم ساتلي دي او دا د زغم وړ عمل نه دی. موږ تلپاتې او باعزته سوله غواړو. داسې سوله چې زموږ د امنیتي ځواکونو په مټو او زموږ د خلکو په غوښتنه راشي. ”

محمد اشرف غني یو ځل بیا په جمهوریت د ټینګار ترڅنګ وویل، راتلونکی جمهور رئیس به د خلکو له لوري ټاکل کېږي.
بل‌‌خوا په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر وايي، تېرکال له بېلابېل پلوه افغان ځواکونو ته سخت کال و.

شاه محمود میاخېل د پسرلي موسم چې د جګړې د پیل موسم بلل کېږي، په اشارې وویل، دا ډول پسرلي ډېر تېر شوي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۱۳۹۵ کال د کب ۹ مه د سرتیري ورځ په نوم ونوموله چې له هغې وروسته، هر کال دا ورځ په کابل او ولایتونو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ننګې په پار په ځانګري مراسمو کې نمانځل کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.