غني: له طالبانو د تسلیمۍ سند نه بلکي ‘ابرومندانه مذاکرات’ غواړو

دامریکا غږ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو د تسلیمۍ سند نه بلکي تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره «ابرومندانه» مذاکرات غواړي.

نوموړي پرون ناوخته په ارګ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي،«طالبان باید ومني چې د سولې لپاره له ټينکې ارادې لرونکو افغانانو سره مخ دي.»

نوموړي ویلي:”موږ له طالبانو د تسلیمۍ سند نه دی غوښتی، بلکې په افغانستان کې د پایداره سولې د ابرومندانه مذاکرې غوښتونکي یوو، دوی باید ومني چې د سولې لپاره د ټینګې ارادې لرونکو افغانانو سره مخ دي.”

هغه د کابل پوهنتون مخته د تېرې جمعې ورځې چاودنې ته په اشارې ویلي، په داسې حال کې ټاکل شوې په راتلونکو څو اونۍ کې د سولې مذاکرات پيل شي، د ملکي وګړو په نښه کول ورته د منلو وړ نه دي.

د کابل پوهنتون مخته د تېرې جمعې ورځې چاودنه چې ۸ تنه ووژل او ۳۳ نور یې ټپیان کړل،تر دامهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

افغان ولسمشر پر داسې مهال یو ځل بیا پر طالبانو د مخامخ مذاکراتو غږ کوي، چې په دې وروستیو کې د سولې خبرو په ګرمېدو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالې پېښې زیاتې شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د سیاسي واک تر لاسه کولو پر سر جګړه کې باید نور افغانان ونه وژل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تېره ورځ وویل، چې د سولې په اړه د اتم سفر پیلولو ته چمتووالی نیسي.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې په اړه اتم سفر ته چمتووالی نیسي چې روانه میاشت نوموړي په پیکینګ کې د روسیې، چین او پاکستان له استازو سره سولې ته د رسېدو لپاره پر اوربند او د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پر پیلېدو موافقه وکړه.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.