غني عمران خان ته: زموږ په ټاکنو کې تاوتریخوالی راکم کړئ

 

تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸ مه: افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ټلیفوني خبرې کړي او په دغه خبرو کې یې له عمران خان غوښتې چې، پاکستان دې د افغانستان په جمهوري ریاست ټاکنو کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مرسته وکړي.

له ارګه خپره شوي خبرپاڼه وایي، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له لوري په نیول شوې ټلیفوني اړیکه کې د افغانستان د سولې پروسې او ټاکنو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ارګ په بیان کې راغلي، چې ښاغلي غني د پاکستان له صدراعظم څخه غوښتي چې د افغانستان په جمهوري ریاست انتخاباتو کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره هڅې او همکاري وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړې ده، چې پاکستان په تیرو پارلماني انتخاباتو کې هم له افغانستان سره همکاري کړې وه.

په خپرپاڼه کې راځي چې ښاغلي خان په جمهوري ریاست ټاکنو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې هیواد به یې په ټول ظرفیت او امکاناتو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره هڅې وکړي.

د پاکستان صدراعظم همدا شان په کابل او پروان ولایتونو کې د وروستیو بریدونو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.

ټاکل شوي د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د تلې/میزان په شپږمه تر سره شې، چې یوازې د ګوتو په شمیر ۸ ورځې ورته پاتي دي خو په کابل او ولایتو کې د وسلوالو طالبانو حملو زور اخیستی .

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.