غني د روحاني د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی
دامریکا غږ
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره نن د شنبې په سهار د یو لوړ پوړې دولتي پلاوي په مشرۍ له هرات څخه تهران ته تللی دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي په هرات کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې ایران ته د جمهور رئیس غني د سفر په اړه خبریالانو ته وویل چې تهران ته د جمهور رئیس غني د سفر هدف د هغه هېواد د جمهور رئیس د لوړې په مراسمو کې برخه اخیستل دي.
ښاغلي مرتضوي وویل “جمهور رئیس به د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي، د دې سفر په ترڅ کې به د افغانستان جمهور رئیس د ایران له یو شمېر چارواکو سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو او د علاقې وړ مسایلو به خبرې وکړي “.
ښاغلي مرتضوي وویل، چې تهران ته د جمهور رئیس غني د سفر په ترڅ کې به افغان او ایراني چارواکي په پنځه کمیټو کې په دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړي.
په دې مسئلو کې د ګمرکونو، نشه یې توکو سره مبارزه، فرهنګي، امنیتي او د اوبو د مدیریت مسئلې شاملې دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست سرپرست ویاند وویل، چې په افغانستان کې د بندونو جوړول او د اوبو مدیریت د ملي یووالي د حکومت د سیاست برخه ده او دا حکومت د دغسې پروژو د پلي کېدو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.
د افغانستان جمهور رئیس د جمعې په مازیګر له کابل څخه هرات ته تللی وو.
جمهور رئیس غني هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د جوادیه جومات د تروریستي پېښې د قربانیانو له کورنیو له غړو سره د کتلو سربیره د روباټ جوړونکي ټیم له غړې فاطمې قادریان سره چې د جوادیه د جومات په تروریستي پېښه کې یې پلار له لاسه ورکړی هم په جلا توګه کتلي دي او د هغې کورنۍ غړو ته یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د تیرې سه شنبې په شپه د هرات د جوادیه پر جومات په برید کې چې مسئولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی د روباټ جوړونکي ټیم د غړې فاطمې قادریان د پلار په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او له ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
ارګ، هرات ته د جمهور رئیس غني د سفر هدف هم پر جوادیه جومات د تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ څرګندول ښودلی وو.
نظرات بسته شده است.