غني: د افغانستان پر دښمنانو رحم نه کوو

 

دامریکا غږ

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، د کانونو او پترولیم وزارت د کارکونکو د یادونې په مراسمو کې وویل، چې افغان حکومت له تروریزم سره په مبارزه کې جدي دی.

په دغو مراسمو کې، د کابل ښار په لویدیځ کې د اسد د دویمې نیټې د ځانمرګي برید د قُربانیانو کورنیو، ولسمشر غني ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

د قُربانیانو کورنیو له ولسمشر غني څخه وغوښتل، چې د کانونو او پترولیم وزارت پر کارکوونکو د برید عاملینو ته سزا ورکړي، د قُربانیان کورنیو ته د سرپناه آسانتیا برابره او د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت کې یې نومونه ثبت کړي.

د دغې پیښې د قُربانیانو کورنیو دغه راز، د کانونو وزارت د وژل شوو کارکونکو په نوم د یوې ټولنې او په کانونو وزارت کې د هغوی په نوم د یو څلي جوړولو غوښتنه هم وکړه.

د افغانستان ولسمشر د قُربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړ او ویې ویل، هیله لري، چې له تروریزم سره د جدي مبارزې او د هغو کسانو پر وړاندې، چې د وینې له تویولو او بربادۍ پرته بل پیغام نه لري د دولت د نه تسلیمیدو اراده ټولو ته څرګنده شوې وي.

ښاغلي غني وویل “د پیښې جدي پلټنه کیږي، ما لارښوونه کړې ده، تاسې ولیدل چې د کندهار د فاجعې مسولین کشف شول، ومو لیدل چې د لسم ریاست د فاجعې مسولین کشف شول او انشا الله ژر به د دغې فاجعې مسولین هم کشم کړو. په دې یقین ولرئ چې د افغانستان پر دښمنانو رحم نه کوو”.

ولسمشر غني د قُربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې جنايي تحقیقات جریان لري او نتیجه به یې له هغوی سره شریکه شي.

ښاغلي غني د دغو کورنیو ټولې غوښتنې ومنلې، خو هغوی ته د سرپناه د برابرولو په برخه کې یې وویل، چې دا کار وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان ولسمشر د یادګار په توګه د قُربانیانو کورنیو ته د میرمسجدي خان او ملالۍ مډالونه هم ورکړل.

د روان کال د اسد په دویمه نیټه د کابل په لویدیځ کې د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د کارکوونکو پر موټر د طالبانو د ځانمرګي برید په نتیجه کې ۳۱ تنه ووژل شول او ۳۶ نور ټپيان شول. په وژل شوو کسانو کې د دغه وزات ۱۵ کارکوونکي شامل وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.