غني: ترورستان پوهېږي چې د جنګ میدان کې افغان ځواکونه نه شي ماتولای

 

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ترورستان پوهېږي چې د جنګ په میدان کې افغان ځواکونو ته ماتې نه شي ورکولای.

ښاغلي غني چې د جمعې په ورځ يې د وریښمو لار د ښاروالانو په دولسمه ناسته کې خبرې کولې یو وار بیا يې په وسله والو مخالفینو د سولې غږ وکړ او ويې ویل؛ هغه ترورستي ډلې چې د افغانانو بربادي غواړي په خپله د تباهۍ سره مخ دي.
ولسمشر غني زیاته کړه:

“نن د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر سنګر کې سر ورکوي، فشار شته خو فشار ځکه دی چې هغه شبکې چې بربادي غواړي خپله تباهي ویني دوی په دې پوهېږي چې له دې وروسته به دوی او د دوی ملاتړي تر سخت فشار لاندې وي دا دوی دي چې بایلونکي دي، نه موږ.”

ښاغلي غني وویل، د ترورېزم ملاتړي هېوادونه چې خپل پایښت د تروریستانو په ملاتړ کې وینې باید پوهه شي چې په دې سره ځان منځوي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو په ډله ییزو حملو کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوې قرارګاه د ډله ییزې حملې له امله د افغانستان د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د ملي اردو ۴۳ سرتیري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي.

له دې وړاندې د پکتیا په امنیې قوماندانۍ د وسله والو مخالفینو په ډله ییزه حمله کې د کورنیو چارو وزارت پر وینا ۲۰ پولیس او ۲۱ ملکي کسان وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د همدې اوونۍ په اوږدو کې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفینو په حملو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا حملې داسې مهال پیل شوې چې د افغانستان د سولې په اړه د عمان په مرکز مسقط کې څلور اړخېزه ناسته پیل شوې وه.

په ورته وخت کې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وايي، هر وخت چې د سولې خبرې ګرمېږي د دولت وسله وال مخالفین خپلو حملو ته زور ورکوي.

ښاغلي محقق د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ پر افغان ځواکونو وروستۍ خونړۍ حملې باید نړیواله ټولنه متوجه کړي چې ترورېزم د نړۍ ورانونکی دی.
نوموړی وايي:

“نړیواله ټولنه هم باید دې ته متوجه کړو چې د ترورېزم خطر یوازې افغانستان ته نه رسېږي بلکې که دا پدیده پراختیا پیدا کړي نو ټول انسانیت ترې متضرر کېږي.”

ښاغلي محقق همدا شان وویل چې که څه هم افغان حکومت د سولې خبرو ته ژمن دی خو د د وسله والو ډلو پر ضد به له پوځي لارو هم ګټه اخلي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وایي؛ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول هېواد کې د حمله کولو په حال کې دي او معلومېږي چې افغان حکومت د خپلو سرتېرو د وینو بدل اخېستو ته ژمن دی.

وزیري وايي، افغانستان کې زموږ ځواکونه د دښمن په ماتولو او ورکولو بوخت دي.
د دې وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

“په ټول افغانستان کې زموږ ځواکونه د دښمن په ماتولو او ورکولو بوخت دي، او دا زموږ د سرتیرو د وینو بدل اخیستل او ترڅنګ يې په افغانستان کې د سولې او امن ټینګول دي.”

د ښاغلي وزیري په خبره افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د طالبانو له حملې وروسته د غزني د اندړ ولسوالي د دې ډلې له وجوده پاکه کړي.

دې همدا راز وویل چې په دې عملیاتو کې د مخالفو وسله والو ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور : اکرام الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.