غني، پاکستان دې د ایران له چاه بهار بندر سره سالمه سیالي وکړي

تاند- د افغانستان ولسمشر وايي، له پاکستان سره کینه نه لري او دا هیواد هم کولی شي چې افغانانو ته ډاډمن ترانزیت برابر کړي او له چاه بهار سره سالمه سیالي وکړي.

ولسمشر غني نن /شنبه/ په کابل کې د افغانستان د کورنیو صنایعو د نندارتون په پای کې وویل«له پاکستان سره زموږ سوداګري په سلو کې ۵۰ لږه شوې او افغان سوداګر له هرې هغې لارې کار اخلي چې په ګټه یې وي. نو پاکستان ته پکار ده چې خپلې ترانزیتي لارې ډادمنې کړي او له دې طریقه له چاه بهار سره سالمه سیالي وکړي.»

پاکستان هر څه موده وروسته خپلې ترانزیتي لارې په یوه او بله پلمه بندوي او افغان سوداګرو ته اقتصادي تاوانونه اړوي. د پاکستان دې ډول اقداماتو پر دغه هیواد او تراترانزیتي لارو یې د افغانانو اعتبار کم کړی دی.

ولسمشر غني له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د نورو ګاونډیو په څېر دې اقتصادي او سوداګرۍ شرایط برابر کړي.

ده له ګورجستان، اذربایجان، ترکیې، ازبکستان، قزاقستان او ترکمنستان څخه مننه وکړه چې افغانستان ته یې ترانزیتي او سوداګري اسانتیاوې برابرې کړي دي.

ولسمشر غني زیاته کړه، «چابهار زموږ د محصولاتو ترانزیټ ته فعاله دی او دغه راز د هند تر مسیر پورې سمندري کورېدور هم د پراختیا په حال کې دی.»

ښاغلي غني وویل، د کابل ـ تاشکند الوتنې پیل شوي او باکو ته به هم الوتنې پیل شي.

د افغانستان ولسمشر له سوداګرو وغوښتل، هغه محصولات وارد نه کړي چې په هیواد کې دننه تولیدېږي؛ ځکه چې باید د وارداتو او صادراتو ترمنځ انډول وي او انډول افغانستان له اقتصادي فقره ژغوري.

اشرف غني د برېښنا د ستونزې په اړه وویل، له ازبکستان سره په وروستۍ موافقه کې ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته رالېږدول کېږي او همداراز له ترکمنستان څخه د تورغونډۍ له لارې تر سپین بولدګ پورې د برېښنا لېږدولو کار جریان لري.

ده زیاته کړه«موږ په پام کې لرو چې له منځنۍ اسیا څخه ۱۵ زره میګاواټه برېښنا سویلي اسیا ته ولېږدوو او افغانستان به تر راتلونکو څلورو کلونو پر ځان بسیا شي.» د ولسمشر غني په وینا، هرات د تجدید وړ بادي انرژۍ په تولید کې زیات ظرفیت لري.

ولسمشر غني همداراز دفاع وزارت ته امر وکړ چې د کابل ماشین خانه تخلیه کړي او هغه دې خصوصي سیکتور ته وسپاري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.