غزني کې د افغانستان د دفاع وزیر پر غونډې د توغندي برید شوی

 

 

د غزني ولایت چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۷) شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې په دغه ولایت کې د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په مشرۍ یوې امنیتي غونډې باندې راکټي برید شوی دی.

دغه غونډه د غزني د والي په دفتر کې جوړه شوې وه، چې په کې د ملي امنیت ریاست مرستیال او د غزني والي هم حضور درلود.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري امریکا غږ – آشنا ته وویل “نن سهار شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې چې د هیواد د دفاع وزیر په مشرۍ امنیتي غونډې دوام درلود، درې توغندي د ولایت د مقام پر دفتر، د معارف پر ریاست او د ښاروالۍ په انګړ کې ولګیدل”.

ښاغلي نوري زیاته کړه، چې د والي پر دفتر د راکټي برید له امله، د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي دي، خو چارواکو ته زیان نه دی اوښتی.

د سیمه‌ییزو چارواکو پر وینا، د غزني د پوهنې ریاست په انګړ کې هم د راکټ د لګیدلو له امله دوه مامورین او یو بل کس ټپیان شوي دي، خو د غزني په ښاروالۍ کې یې چاته زیان نه دی اړولی.

د غزني د ولایتي روغتون رئیس بازمحمد همت وايي، د پيښې له ځای څخه اته تنه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، چې ټول یې ملکي وګړي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

د افغانستان د دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست د لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو پلاوي په مشرۍ د غزني د امنیتي وضعیت د څیړلو لپاره نن سهار دغه ولایت ته تللی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.