عمران خان: د امریکايي پوهنتون استادان زموږ په هڅو او وساطت راخوشې شول

 

تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکايي پوهنتون د استادانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي د طالبانو او لویدیځ تر منځ د بندیانو د تبادلې زمینه دوی برابره کې وه.

ښاغلي عمران خان په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، پاکستان، په افغان خاوره کې د کوین کینګ او تیموتي د خوشې کېدو هرکلی کوي.

عمران خان ویلي، د نړیوالې ټولنې د یو غړي په توګه په افغانستان کې د ثبات د راتلو او د غمونو د بستر د ټولولو په خاطر کاملا د دغې تبادلې اسانتیا برابره کړې او ملاتړ یې کړی دی: (( پاکستان په راتلونکي کې هم په افغان سوله کې د اسانتیا برابرولو رول ته چمتو دی، هیله دا په دې پړاو کې ټول لوري باور پیدا کړي او د سولې پروسه نوې ساه واخلي.))

دا په داسې حال کې ده چې سرچینو تایید کړې ده چې طالبان د خپلو دریو بندیانو له ترلاسه کولو وروسته نن د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې له پاکستان سره په پوله یو امریکايي او یو استرالیايي پروفیسور امریکایانو ته وسپاره.

په همدې حال کې یو شمېر سرچینې وايي، چې طالبان به نن لس افغان سرتېري هم چې په هلمند کې یې تښتولي وو، راخوشې کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.