عمران خان: امریکا منلې چې یوازې پاکستان طالبان خبرو ته حاضرولی شي

 

تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان د یوه احتمالي جوړجاړي لپاره د موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز وکړ او د افغانستان حکومت یې د سولې د خبرو خنډ وباله.

عمران خان دا وړاندیز د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وکړ.

ده وویل«د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې، چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو لپاره پیل شوې، خنډونه پېښوي.»

د پاک تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان صدراعظم همداراز وویل چې ده د افغانستان د حکومت د اعتراض له کبله د طالبانو له مشرانو سره خپله کتنه لغوه کړه.

ده زیاته کړه، د افغانستان د سولې پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په دې هیواد کې بېطرفه حکومت جوړ شي او هغه د ټولو مهمو خواوو په ګډون ازاد او شفاف انتخابات وکړي.

ده همداراز وویل«دا چې څومره وخت به پکار وي چې موقت حکومت جوړ شي او انتخابات ترسره شي، زه څه نه شم ویلی.»

عمران خان یادونه وکړه چې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې د پاکستان پر رول اعتراف کړی او ستایلی یې دی.

عمران خان دا هم وویل چې امریکا منلې چې یوازې پاکستان طالبان د سولې خبرو ته حاضرولی شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.