عظیمي: مېرمنې دې کورنۍ له نشه یي توکو وژغوري

 

 

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۶): ښځينه چارواکې له مېرمنو غواړي له نشو د خپلو کورنيو په ژغورلو کې ډېرې هڅې وکړي؛ ځکه چې دغه پديده د نارينه وو تر څنګ مېرمنې هم له ستونزو سره مخ کوي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي چې نن يې د نشه يي توکو پر وړاندې د ملي بسيج اوونۍ په درېيمه ورځ په کابل کې خبرې کولې وويل: “ترهګرۍ او نشه يي توکو د نورو کسانو تر څنګ زموږ ميندې ډېرې زيانمنې کړې او دا چې مېرمنې په کورني ژوند کې اساسي رول لري؛ کولای شي په ښه ډول خپله کورنۍ وژغوري.”

هغې زياته کړه، په هېواد په ځانګړي ډول په لرو پرتو سيمو کې پر نشه يي توکو د مېرمنو او ماشومانو د روږدي کېدو اصلي عوامل شاقه کارونه او په اسانۍ نشه يي توکو ته لاسرسي دى.

د دې په وينا، د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه توکو سره د مبارزې سازمان (يو اېن او ډي سي) د ٢٠١٥ کال راپور ښيي چې افغانستان کې نږدې يو اعشاريه دوه ميليونه ماشومانو او ۸۵۰ زره مېرمنې پر نشه يي توکو روږدي دي.

سلامت عظيمي نشه يي توکي نړيواله ستونزه وبلله او د سيمې او نړۍ له هېوادونو يې وغوښتل چې په مخنيوي کې يې هڅې وکړي.

د ولسمشر د دويم مرستيال سلاکارې حبيبه وهاج چې په نننۍ ناسته کې يې خبرې کولې وويل چې د مېرمنو بې سوادي پر نشه يي توکو د هغوی د روږدي کېدو يو لامل دى.

هغې زياته کړه چې حکومتي چارواکي دې د مېرمنو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړي.

دې پر افغان مېرمنو غږ وکړ چې تر نورو ډېر دې دوى هڅه وکړي چې خلک په تېره بيا ماشومان او ښځې پر نشه يي توکو روږدي نه شي؛ ځکه چې د جګړې تر څنګ د نشه يي توکو لومړنۍ قربانيانې ښځې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون کمېشنرې حوا علم نورستانۍ په ياده ناسته کې وويل چې د مېرمنو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي يو عامل پر نشه يي توکيو روږديتوب دى.

هغې پر امنيتي چارواکو غږ وکړ چې په هېواد په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د نشه يي توکو د پلور مخه ونيسي.

نورستانۍ وايي چې کابل کې په ازادانه ډول د نشه يي توکو پېر او پلور کېږي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، دا مهال افغانستان کې شاوخوا درې عشاريه شپږ ميليونه کسان چې ډېر يې ځوانان دي، په بېلابېلو نشه يي توکو روږدي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ٢٠٠١ کال راهيسې نړيوالې ټولنې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ميلياردونه ډالر مرسته کړې، خو پايله يې دا ده چې ورځ تر بلې نشه يي توکي ډېر شوي دي.

د پژواک يو راپور ښيي چې تېر کال د ٢٠٠١ کال په پرتله په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت ٢٥ ځله ډېر شوى او په دې موده کې تر ټولو ډېر کوکنار په ترتيب په ٢٠١٤، ٢٠١٣ او ٢٠١٦ کلونو کې کرل شوي دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، دا مهال افغانستان د نړۍ ٧٣ سلنه نشه يي توکي توليدوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.