عرفان: حکومت دې د اوربند د غځېدا لپاره له با صلاحیته طالبانو سره اړیکه ونیسي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، ټول د اوربند د تمدید غوښتونکي دي او حکومت او د سولې عالي شورا باید د دې مسئلې لپاره یو سمه کړن‎لاره جوړه کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، یوازې په غوښتونو اوربند نه‎شي تمدید کیدای، بلکې د دغه مسئلې لپاره باید عملي او حساب شوې پروګرام طرحه شي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان‎الله عرفان وايي، حکومت او د سولې عالي شورا باید په‎دې برخه کې ځانګړې تګ‎لاره رامنځته کړي او سیاسیون هم لازمې هڅې وکړي.

ښاغلي عرفان د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې رامنځته شوی فرصت باید له لاسه ورنه‎کړل شي او د طالبانو له با صلاحیته کسانو سره دې اړیکې ټینګې شي.
هغه زیاته کړه:

“باید پر یوې داسې کړن‎لارې تمرکز وشي چې وکړای شي په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات ته لاره هواره کړي، افغان حکومت او د سولې عالي شورا په‎داسې حال کې چې د طالبانو له لوري شین څراغ ورکړل شوی، باید د سولې په خبرو کې ښکېل شي او د طالبانو له با صلاحیته کسانو سره اړیکې ونیسي، څو دایمي اوربند ته ورسېږو.”

دا څرګندونې په‎داسې حال کې مطرح کېږي چې افغان حکومت او طالبانو د یو بل په مقابل کې مؤقت اوربند اعلان کړی دی.

دغه څو ورځنی اوربند د خلکو، د سولې عالي شورا، سیاسي ګوندونو، ملي شورا او د ځینو هېوادونو له هرکلي سره مخ شوی دی.

د دغه اوربند له اعلان سره هم‎مهاله داسې غوښتنې هم مطرح شوې چې د اوربند موده باید وغځول شي.
​دیني عالم نجیب‎الله زاهد وايي چې سوله الهي حکم دی او په هېواد کې یې د ټینګېدو لپاره باید په جګړه کې ښکېلې خواوې اوربند تمدید کړي.

دی وايي:

“په هماغه ډول چې روژه الهي حکم دی او ادا مو کړه، سوله هم الهي فریضه ده، زموږ هیله دا ده چې علماء، طالبان، حکومت او ملت دا درک کړي چې سولې ته اړتیا لرو او ترهغې چې دغه الهي حکم عملي نه‎کړو، په افغانستان کې به جګړه دوام کوي او دغه جګړه بهرنۍ ده.”

افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تل دا ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له تر ټولو ښه لاره سیاسي روغه جوړه ده، خو طالبانو بیا له هېواده د بهرنیانو پر وتلو ټینګار کړی دی.

افغان چارواکو له طالبانو سره د مؤقت اوربند اعلان نیک ګام بللی او هیله یې ښودلې چې دغه اقدام د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد بیا وايي چې د اوربند تمدید جدي او هر اړخېزو هڅو ته اړتیا لري
دی وايي:

“دا لومړنی ګام و، د دوام لپاره یې نه یوازې د سولې عالي شورا بلکه باید ټول په ګډه کار وکړي، ځکه دا د ټول ملت غوښتنه ده، په عین حال کې پر طالبانو هم عمومي فشار دی او زه باوري یم چې طالبان مجبوره کېږي او دا به درک کړي چې جګړه نوره د حل‎لاره نه‎ده.”

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مؤقت اوربند په‎داسې حال کې اعلان شوی چې په وروستیو کې په هېواد کې سوله غوښتونکي حرکتونه زیات شوي دي.

له ډلې یې په ځینو ولایتونو کې د پرلت خیمې او له لښکرګاه څخه کابل ته د پلي ځوانانو راتګ یادولی شو.

اوس به ولیدل شي چې طالبان د اوربند د تمدید په اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او که منفي؟

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.