عبدالله: سیاسي مشران دې په خپلو کړنو کې د هیواد لویو ګټو ته پام وکړي

 

دامریکا غږ

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، په ترکیې کې د دریو ګوندونو ترمنځ د جوړ شوي ائتلاف په اړه په احتیاط غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې سیاسي مشران دې په خپلو پریکړو کې د افغانستان د خلکو مصلحت او د دغه هیواد لویې ګټې په پام کې ونیسي.

تیره اونۍ د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش او اسلامي وحدت ګوندونو، د ترکیې په انقرې ښار کې د افغان حکومت پر ضد نوی ائتلاف جوړ کړ.

اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله، چې د سې‌شنبې په ورځ یې ‘د کابل د امنیتي وضعیت او د حل لارو چارو د موندلو کنفرانس’ ته وینا کوله وویل، د افغانستان خلک له سیاسي مشرانو څخه تمه لري، چې خپلې مشروع غوښتنې له قانوني لارو څخه وړاندې کړي.

که څه هم ښاغلي عبدالله په څرګند ډول د افغان حکومت پر ضد د جوړ شوي ائتلاف یادونه و نه کړه، خو ویې ویل “زموږ دا تمه اضافي تمه نه ده، کله چې وایو د هیواد له سیاسي مشرانو څخه زموږ تمه دا ده، چې د خپلو مسولیتونو په درک کولو سره او د هیواد د وضعیت په درک کولو سره، کوم ګام چې پورته کوي، تل د افغانستان د خلکو مصلحت او د هیواد لویې ګټې په پام کې ونیسي.”

اجرائیه رئيس زیاته کړه، هغه اقدامات چې د افغانستان د خلکو په منځ کې د تفرقې او بیلوالي لامل کیږي، د دغه هیواد له دښمنانو سره مرسته کوي.

ښاغلي عبدالله وویل، د افغانستان حکومت مکلف دی، چې د سیاسي ګوندونو مشروع غوښتنې وڅیړي او ورته د حل لارې پیدا کړي، خو ټینګار یې وکړ، چې سیاسي مشران باید خپلې غوښتنې له حکومت سره شریکې کړي.

اجرائيه رئيس دغه راز وویل، چې په کابل کې د وروستیو خونړیو پیښو په اړه لا هم تحقیقات دوام لري او زیاته یې کړه، چې د تحقیقاتو له پای ته رسیدو وروسته به له هغو کسانو سره چې په خپلو دندو کې یې ناغیړي کړې وي، قانوني چلند وشي.

د عبدالله عبدالله پر وینا، د امنیتي چارواکو له خوا خلکو ته پر وخت د معلومات نه ورکول د دې لامل کیږي، چې ولس پر دولت بې‌باوره شي.

ښاغلي عبدالله وویل “عمومي فضا دا ده، کله چې یوه پيښه کیږي، ټول خلک پوښتنه کوي، یو شمیر خلک چې بیا له دې څخه سیاسي استفاده کوي، هغه بیله خبره ده، موږ ورباندې پوهیږو او تاسې یې هم درک کوئ، خو خلک پوښتنه کوي، چې ولې دا کار وشو؟ موږ ورته پر وخت لازم ځواب نه ورکوو، امنیتي مسولین پر وخت هغه اطلاعات چې لازم دي خلکو ته نه ورکوي.”

اجرائيه رئيس له امنیتي چارواکو څخه وغوښتل، چې په دې غونډه کې د کابل د امنیت په اړه خلکو ته حقایق ووايي او د هغې له مخې د کابل د خلکو له استازو سره په ګډه کار وکړي او ټولې نیمګړتیاوې په څرګند ډول وڅیړي.

هغه وویل، ټولې ستونزې په یو وار له منځه تللی نشي او باید کار وشي ترڅو د ستونزو کچه راټیټه شي.
له مونږ سره په تماس کې پاتې شئ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.