عبدالله: امنیتي لیکو کې ستونزې د نړیوالې ټولنې د ګوت‌نیونې لامل شوي

 

دآزاد راډیو

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، په امنیتي لیکو کې یو لړ ستونزې د دې لامل شوي چې نړیواله ټولنه ورته ګوته ونیسي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ يې د وزیرانو یوې ځانګړې ناستې ته خبرې کولې، وویل چې په امنیتي سکټور کې اصلاحات راوستل جدي اړتیا ده.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

“زموږ د ژمنو یوه اساسي برخه اصلاحات راوستل دي، په همدې خاطر زما د نن ورځې په کاري اجنډا کې په امنیتي برخه کې د اصلاحاتو راوستل دي، د امنیتي سکټور په برخه کې د معاشاتو په توزېع کې ستونزې موجودې دي، ځينې معاشونه په ځنډ ورکول کېږي او په دې برخه کې شکایتونه موجود دي. ”

ښاغلی عبدالله زیاتوي، له اړوندو ادارو سره په ګډه کار کوي، څو دغو ستونزو ته د حل یوه عملي لاره پیدا کړي .

عبدالله عبدالله دغه شان زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت بهرني مرسته کوونکي د معاشونو د ورکړې په څرنګوالي راضي نه‎دي او په کار ده چې په دې برخه کې انتقادونو ته رسېدنه وشي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې ادارې یا سیګار ویلي چې تر اوسه افغان دولت پر دې نه‎دی توانیدلی چې د امنیتي ځواکونو معاشونه په سمه توګه توزېع کړي.

سیګار ادعا کړې چې په دغه مدیریت کې افغان دولت په بشپړه توګه ناکام دی.

سیګار په دې اړه په خپل خپور کړي راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې که د امنیتي ځواکونو ستونزې جدي ونه ګڼل شي، نو په دې برخه کې به د نړیوالې ټولنې مرستې ضاېع شي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو په وزارت او د امنیتي سرتېرو په لیکو کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه.
خو اوس پوښتنه دا ده چې افغان ځواکونو ته پر وخت د معاشونو نه ورکول څه ستونزې پېښوي؟

د پوځيٍ چارو کارپوه محمد انور سلطاني يې په اړه زادي راډيو ته وايي:

“دا ستونزې په سوق او اداره، مدیریت، د افسرانو او سرتېرو په تېښته، د سرتېرو په مورال منفي تاثیرات لري او په حقیقت کې د دښمن ژرندې ته اوبه اچول دي چې چارواکي يې په غفلت کې تر سره کوي. ”

ښاغلی سلطاني وايي، افغان حکومت باید یادو ستونزو ته پاملرنه او د حل لارو په برخه کې یې هم جدي هلې ځلې وکړي.

دی وايي، که څه هم حکومت د افغان ځواکونو د معاشونو د ورکړې په برخه کې د نوي سېسټم د جوړېدو هم ویلي، خو تر اوسه په دې برخه کې اقدام نه‎دی شوی.

د یادونې ده چې د افغان ځواکونو معاشونه اوس مهال د یو شمېر بانکونو له لارې ورکول کېږي چې ډېر ځله د ورکړې پر مهال امنیتي پېښې رامنځته شوي چې مرګ ژوبله یې هم ور اړولې ده.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.