عادله راز: افغانستان له بشري اړخه له خورا ډېرو ستونزو او کړکېچونو سره مخ دی

دآزادی راډیو

جګړې له یوې خوا او نورو ټولنیزو ستونزو له بلې خوا، په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه هم راپورته کړې ده.

د دې سازمان د بشري مرستو د همغږۍ برخې پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه بحث کړی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په دې غونډه کې ویلي، افغانستان له بشري اړخه له خورا ډېرو ستونزو او کړکېچونو سره مخ دی.

ولسمشر غني وویل، پر عالم، متنفذ او بل هر افغان برید د افغانستان په عزت او روښانه راتلونکی برید دی او عاملین یې د ولس پر وړاندې مسوول او مختورن دي.
په دې اړه نور:
کابل کې ۴ چاودنو ۲ تنه ووژل؛ د جمعیت اصلاح د رئیس وژنې غبرګونونه وپارول
نوموړې زیاته کړه: “د افغانستان بشري وضعیت خورا اندېښمنونکی دی. موږ دغه برخه کې له ګڼو ستونزو او کړکېچونو لکه جګړه، اقلیمي بدلون او کرونا ویروس سره مخ یو. کوېېډ- نولس زموږ پر اقتصاد خورا اغېزې پرېښي دي. مېلیونونه کسان د بې‌وزلۍ کرښې لاندې يوړل، د وزګارتیا کچه او له بهره د افغان کډوالو د راستنېدو کچه لوړه شوه.”

طالبان دې هدفي وژنې پای ته ورسوي او د بشري مرستو د رسولو لپاره نړیوال قوانین په پام کې ونیسي.
مېرمن راز دغه شان ويلي، افغان دولت په دې هڅه کې دی چې د ستونزو د حل او د بشري مرستو د رسولو لپاره اوربند ټینګ شي، خو طالبانو په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غوښتنه نه ده منلې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې له طالبانو غوښتي چې هدفي وژنې پای ته ورسوي او د بشري مرستو د رسولو لپاره نړیوال قوانین په پام کې ونیسي.

عادله راز له ملګرو ملتونو او نړیوالو غوښتنه کړې چې د بشري مرستو د رسولو لپاره خپل ټول فعالیتونه له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مشر او د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي رامز الاکبروف بیا ورځ تر بلې د مخ پر زياتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې..
نوموړي ویلي: “افغانستان کې ۲۰۲۱ میلادي کال د جګړو او ناامیدۍ سره مل پیل شو. له بده مرغه د تاوتریخوالو کچه له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دېخوا مخ په زیاتېدو ده. هره ورځ د چاودنو او هدفي وژنو شاهدان یو. له بده مرغه دغه پېښې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي.”

خو دې غونډه کې د دې ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار بیا د سولې خبرو بري ته رسېدل وګڼل شوه.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال رووف مازو وايي، که دا خبرې ناکامې شي، له نورو ناخوالو سربېره به د کورنيو بې ځايه شوېو شمېر به هم لوړ شي.

مازو زیاته کړه: “د مېلیونونه افغان وګړو ژوند د سولې خبرو اترو پایلو او دغه شان د نړیوالې ټولنې ژمنو دوام پورې اړه لري. د یو هغه ناکامېدل به هم د کورني د بې ځایه کېدو، کډوالۍ او مرګونو پېښو لامل شي.”

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې په بشري وضعیت او د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په زیاتېدو اندېښنه ښيي چې درې ورځې وړاندې د امریکا په ګډون اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې د دې وژنو مسوولیت پر طالبانو واچاوه او ترې یې وغوښتل چې خپلې دا کړنې پای ته ورسوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.