طالبان وايي، له خلیلزاد سره د سولې په خبرو کې یې پرمختګ کړی

 

تاند- طالبان وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر سر یې د افغانستان د سولې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې پرمختګ کړی دی.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې شپږم پړاو خبرې تېره اوونۍ په قطر کې پیل شوې.

په دوحه کې د طالبانو ویندوی سهیل شاهین اسوشیتید پریس خبري اژانس ته نن /شنبه/ وویل، دواړو خواوو له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو په اړه نوي وړاندیزونه مطرح کړي دي.

اژانس وايي، دا به د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لور ته مهم ګام وي.

په همدې حال کې پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر اوربند ټینګار وکړ.

ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«په پرانیستونکې غونډه کې، ما طالبانو ته وریاده کړه چې افغانان، چې د دوی وروڼه او خویندي دي، غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي. هغه وخت راغلی چې وسله پر مځکه کېښودل شي، جنګ او تشدد بس شي او سوله وشي.»

د طالبانو جنګي ویندوی ذبیح الله مجاهد د خلیلزاد د ټویټ په ځواب کې څو توند ټویټونه وکړل.

ده خلیلزاد ته په خطاب کې لیکلي چې د وسلې د اېښودلو نظر له ذهنه وباسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.