طالبان وايي، د مسکو په غونډه کې به له چا سره خبرې ونه کړي N

 

تاند- وسله وال طالبان وايي، د مسکو په کنفرانس کې ګډون کوي خو له هیچا سره خبرې نه کوي.

ټاکل شوې ده چې دوې ورځې وروسته /جمعه نوومبر ۹/ د افغانستان په اړه د مسکو د سولې کنفرانس د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي او د یو شمېر هیوادونو د استازو په ګډون جوړ شي.

د روسیې حکومت د مسکو کنفرانس ته طالبان بللي دي.

طالبانو نن /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره یې د روسیې بلنه منلې ده خو په دې ناسته کې به له هیڅ خوا سره خبرې ونه کړي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي، د طالبانو یو پلاوی به مسکو ته ولېږل شي خو د دې پلاوي هدف دا نه دی چې له چا سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

ده په عین حال کې ویلي چې د طالبانو پلاوی به د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل او له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.

دا به لومړی ځل وي چې طالبان په یوه نړیواله غونډه کې ګډون کوي.

ځینې افغان چارواکي شک کوي چې مسکو غواړي چې په دې توګه طالبانو ته یو ډول رسمیت ورکړي او له همدې کبله د افغانستان حکوما څو ځلې د مسکو غونډه وځنډوله.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.