طالبان: له سولې وروسته یوازې د امریکا ډیپلوماټیک حضور منو
تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: طالبانو د ډونالډ ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون چې ګواکې له سولې وروسته به په افغانستان کې استخباراتي پیاوړی حضور وساتي، ویلي دوی له سولې وروسته په افغانستان کې یوازې د امریکا ډیپلوماټیک حضور مني.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ په نیوجرسي ایالت کې خبریالانو ته وویل، ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي خو خپل پیاوړی استخباراتي حضور به د څار لپاره هلته وساتي.
خو طالبانو بیا تاند ته په استولې اعلامیه کې د ټرمپ له دې بیان سره مخالفت ښودلی دی او ویلي یې دي ټرمپ یا په افغانستان کې سولې ته ارزښت نه ورکوي یا هم د سولې له مذاکراتو بې خبره دی: (( له امریکا سره د طالبانو د خبرو اصلي هدف هم دا دی چې ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستان څخه وباسي او هیڅ بهرنی عسکر په افغانستان کې د اوسېدو اجازه ونه لري.))
طالبانو ویلي، په مذاکراتو کې ورسره امریکایانو منلې ده چې له ډپلوماټیک ماموریت پرته به یې هیڅ سرتېری په افغانستان کې پاتې نه شي: (( خبرداری ورکوو چې که ټرمپ خپلو دغسې څرګندونو ته دوام ورکړي نو د سولې خبرې به زیانمنې شي.))
دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد د نهم پړاو خبرو اترو لپاره د دوحې پر لور راخوځېدلی او هیله یې ښودلې چې که طالبان چمتوو وو، نو امریکا اماده ده چې له دغې ډلې سره هوکړه لاسلیک کړي.
نظرات بسته شده است.