طالبان: له امریکا سره د سولې خبرو ته چمتو یو

 

دامریکا غږ

طالبانو په یوې تازه اعلامیې کې له امریکا سره د سولې د خبرو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

طالبانو د دوشنبې په ورځ (فبروري۲۶) په خپلې اعلامیې کې ویلي دي چې د افغانستان د روانې جګړې د سوله ییز هواري لپاره باید په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره مخامخ خبرې وشي.

په اصل کې طالبانو دا اعلامیه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې د هغو خبرو په غبرګون کې خپره کړې چې ویلي وو له طالبانو سره د سولې د خبرو دروازې پرانیستې دي.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو معینې الیس ویلز امریکاغږ ته ویلي وو “د طالبانو لپاره زموږ پیغام دا دی چې د سولې دروازې خلاصې دي…. هغه طالبان چې د افغانستان اساسي قانون مني، له ترهګرو سره اړیکې پرې کوي او له اورپکۍ لاس اخلي، کولی شي چې د سولې په مذاکراتو کې برخه واخلي.”

میرمن ویلز وویل چې متحدو ایالتونو له طالبانوسره د سولې خبرې نه دي رد کړې خو “چې تر دې دمه مو د طالبانو کوم داسې اقدام نه دی لیدلی چې وښيي له سولې او سیاسي حل سره دلچسپي لري.”

دا خبرې داسې مهال کیږي چې واشنګټن له طالبانو غواړي له کابل سره خبرې وکړې خو طالبان بیا ټینګار کوي چې له واشنګټن سره خبرې کوي.

د طالبانو دغه راز ویلي چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نلري او باید امریکا د جنګ د تګلارې پر ځای د سولې پر تګلارې تمرکز وکړي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.