طالبان: د بهرنیو ځواکونو د د وتلو له اعلان سره سم افغاني مذاکرات پيلوو

تاند، یکشنبه، د اسد ۶مه: د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند وايي، بین الافغاني مذاکرات به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د مهالوېش له اعلان سمدستي وروسته پيل شي.

پرون د سولې په چارو کې د دولت وزارت خبر ورکړی و چې طالبانو سره د حکومت مخامخ خبرې دوه اوونۍ وروسته پيلېږي، خو زلمي خلیلزاد وویل، دا خبرې به د امریکا او طالبانو د سولې له هوکړې وروسته پیلېږي.

نن د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا د خلیلزاد د ټویټ په ځواب کې تایید کړې چې کله بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتلو مهالوېش اعلان کړي، نو افغان حکومت سره به هم د ټولو سیاسي ډلو په څېر مذاکرات پيل کړي، خو د افغان حکومت حیثیت به دې مذاکراتو کې د خپلواک حکومت نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ولسمشر غني د لویې جرګې خېمه کې خپلو پلویانو ته وینا کې وویل، حکومت ښه نیت ښودلی او که طالبان له ښه نیت څخه بده استفاده کوي، نو د ولس ارادې ته د سپکاوي پایلې خورا بدې وي.

ولسمشر څو ځله ویلي چې له طالبانو د تسلیمۍ خط نه غواړي، مګر جمهوریت، بشري حقونه او اساسي قانون به د افغانستان د خلکو له خوا د سولې خبرو کې سرې کرښې وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.