طالبان: د ابوظبي خبرې پر اوربند متمرکزې وې

 
تاند- رویټرز خبري اژانس د طالبانو په قول وايي چې د دې ډلې استازو او امریکا په ابوظبی کې د خپلې غونډې په دوهمه ورځ په افغانستان کې د شپږ میاشتني اوربند او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه خبرې وکړې.

د ابوظبي په روانو غونډو کې د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکاران هم ګډون لري.

رویټرز خبري اژانس وايي، طالب مشرانو، په دې شرط چې نومونه به یې نه افشا کوي، ورته وویل چې امریکايي پلاوي ټینګار کاوه چې طالبان دې پر شپږ میاشتني اوربند موافقه وکړي او د راتلونکي موقت حکومت لپاره دې خپل استازي معرفي کړي.

خو طالبانو د اوربند له وړاندیز سره مخالفت کاوه ځکه چې اوربند ممکن د دوی جګړې ته تاوان واړوي او له امریکا او افغان حکومت سره مرسته وکړي.

رویټرز وايي چې په دې اړه په کابل کې د امریکا سفارت له څه ویلو ډډه وکړه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د باوري سرچینو په قول ویلي چې خلیلزاد له طالبانو د شپږ میاشتني اوربند او د افغانستان په حکومت کې د خپلو استازو د معرفي کولو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې معلومه نه ده چې د طالبانو ځواب څه و.

طالبان: پر اوربند او نورو مسلو خبرې نه دي شوي
خو طالبانو د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د ابوظبي خبرې تر ډېره د امریکا د «اشغال» پر پای ته رسېدا متمرکزې وې.

دې ډلې همداراز ویلي چې پر موقت حکومت، اوربند، انتخاباتو او نورو کورنیو مسلو خبرې نه دي شوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي«خبرې اترې له افغانستانه د «غاصبو» ځواکونو پر وتلو، د امریکا د متحدو ایالتونو او د دغه هیواد د متحدانو له لوري د ځپونکو اقداماتو پر پای ته رسېدو شوي دي.»

د زلمي خلیلزاد په مشري امریکايي پلاوي تراوسه پورې له طالبانو سره درې ځلې مفصلې خبرې کړي خو د روان پړاو خبرو اهمیت په دې کې دی چې د طالبانو د قطر د دفتر د غړیو ترڅنګ د دې ډلې د کوټې د شورا مهم غړي او له بلې خوا د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو چارواکي پکې برخه لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.