طالبانو په هلمند کې له څو سیمو شاتګ کړی

 

تاند- (دوشنبه، د جدې ۱۶) افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هلمند کې، چې د طالبانو د نفوذ تر ټولو مهم ولایت ګڼل کېږي، څو سیمې له طالبانو څخه بېرته نیولي دي.

د راپورونو له مخې، افغان امنیتي ځواکونو د ګرمسېر او ناوې ولسوالیو ترمنځ د (سرخ دزد) سیمه له طالبانو پاکه کړې او دغه راز یې د دواړو ولسوالیو لار پرانیستې ده.

د سرخ دزد سیمه، چې یو مخ له طالبانو تصفیه شوې، له تېرو ۴ کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې وه.

د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدا او د نړیوالو جنګي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو د هلمند ګڼې شمالي ولسوالۍ ونیولې او د ولایت د مرکز لشکرګاه تر لمنو پرمخ لاړل خو په تېر شاوخوا یو نیم کال کې افغان امنیتي ځواکونو، چې پخوا یې یوازې دفاعي حالت غوره کړی وو، تهاجمي عملیات پیل کړي او ډېرې سیمې یې له طالبانو بېرته نیولې خو لا هم د موسي کلا په شان مهمې سیمې، چې د مخدرو موادو د تولید لپاره طالبانو ته ډېر عاید په لاس ورکوي، د دې ډلې په کنټرول کې دي.

د هلمند د امنیت امر سمونوال عبدالرحیم نورزي نن (دوشنبه) رسنیو ته وویل چې ګرمسېر ته تللې لار نور د خلکو پر مخ خلاصه ده او موټر پرې ازاد تګ راتګ کولی شی. دا لار طالبانو یومخ بنده کړې وه چې له کبله یې خلک له ډېرو کړاوونو سره مخامخ ول.

چارواکي وايي چې طالبانو له سرخ دزد سیمې څخه پر ګرمسېر او ناوې ولسوالیو بریدونه کول.

سمونوال نورزی وايي چې پولیس لا هم د طالبانو له لوري په لاره کې ښخ شوی ماینونه ټولوي.

طالبانو په هلمند کې د وروستیو شاتګونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.