‘طالبانو پر امریکايي ځواکونو له حملو لاس اخیستی او پر افغان ځواکونو یې کموي’

دآزادی راډیو

داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبانو په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو له بریدونو لاس اخیستی او ژمنه‌یې کړې ده چې پر افغان ځواکونو به هم حملې لږې کړي.

بل لور ته د دې خبر له خپرېدو سره د افغانستان له بېلابېلو سیمو د جګړو د زیاتېدو خبرونه رارسېدلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د چهارشنبې د ورځې په ګڼه کې لیکلي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې امریکایي پلاوي له طالبانو سره د سولې خبرې له سره پیل کړې دي، طالبانو د افغانستان په لویو ښارونو کې د پخوا په څېر بریدونه نه‌دي کړي، خو دا ورځپاڼه څرګندوي چې له ښارونو بهر حملې زیاتې شوې دي.
روېټرز اژانس د یو شمېر هغو سرچینو په وینا چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوي د سولې خبرې څاري، خبر ورکوي چې طالبانو موافقه کړې ده چې په افغانستان کې پر امریکایي پوځیانو بریدونه ونه‌کړي او د افغان حکومت د ګټو پر ضد حملې کمې کړي.

د دغو راپورونه له خپرېدو وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله‌يې نه‌غوښتل نوم‌يې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې په بهرنیو ځواکونو د حملو د ودرېدلو او پر افغان ځواکونو د حملو د کمولو پر مسئلې مذاکرات جریان لري.

دغې سرچینې دغه‌شان وویل چې په دې اړه موافقه وروستۍ شوې نه‌ده.

سرچینې دا هم وویل چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد اوس مهال په قطر کې دی، خو خلیل‌زاد تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

وروسته له هغې چې یادو امریکايي رسنیو د یو شمېر طالب سرچینو له قوله راپور خپور کړ چې په تېرو دوه میاشتو کې دغه ډلې د تېر په څېر د افغانستان په لویو ښارونو کې حملې نه‌دي کړي، افغان حکومت وايي چې په بېلابېلو سیمو کې جګړه شته او طالبان پوځي او ملکي اهداف په نښه کوي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل: “دا چې د تاوتریخوالي کچه په کومه سیمه کې څرنګه کمه شوې یا زیاته شوې ده، خو مهمه خبره دا ده چې جګړه شته او له بده‌مرغه پر افغان امنیتي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي، زموږ غوښتنه دا ده چې داسې سوله راشي چې هېڅ‌چا ته زیان ونه‌رسېږي او موږ د هېڅ ترورېستي حملې شاهدان ونه‌اوسو.”

نوموړی یو وار د افغان حکومت په پخواني دریځ ټینګار کوي او وايي طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او له دې لارې یوه تل‌پاتې سوله تینګه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې د جګړې د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي او په روان ژمي کې د تېرو کلونو په پرتله د جګړو د سختېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې ترڅ کې روېټرز اژانس څرګندوي چې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۲۹ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او دفاع وزارت د اوونۍ په پیل کې د ۵۱ طالبانو د وژلو ادعا وکړه.
د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته د جګړو د شدت په اړه تېره شپه وویل: “فشار د افغان دولتي ځواکونو له‌خوا پر دښمن راوستل شوی دی او په ژمي کې موږ پر دوی فشار زیات کړی دی ترڅو موږ راتلونکی اوړی راحته واوسو.”

د سې شنبې په ورځ هم د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې په هغه ځای کې چې امریکایي الوتکه لوېدلې وه، د افغان کمانډو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه وشوه چې بیا امریکایي ځواکونه وتوانېدل چې د الوتکې د لوېدو سیمې ته ځانونه ورسوي.

امریکایي «E11A» پوځي الوتکه د دوشنبې په ورځ د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې وغورځېده او د دې پېښې مسؤلیت طالبانو ومانه، که څه هم امریکایی لوری وایي چې داسې نښې نښاني نه‌لیدل کېږي چې دا الوتکه دې د دښمن په ډزو لګېدلې وي، خو په دې برخه کې تحقیقات روان دي.
سربېره په دې چې په تېرو نږدې درې اوونیو کې جګړې سختې شوې دي او د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو خبرونه خپاره شوي دي، خو دفاع وزارت وایي چې په ۲۰۱۹ کال کې د خالد په نوم د تهاجمي عملیاتو له پیلېدو سره د افغان ځواکونو تلفات کم شوي دي، د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی زیاتوي: “کله چې تاسو دفاعي حالت څخه راوځئ او تهاجمي حالت ته ورځئ، طبیعي ده چې په دې صورت کې د تلفاتو کچه کمېږي، خو بیا هم موږ د جنګ په حالت کې یوو او د جنګ په حالت کې دواړو خواوو ته تلفات اوړي، اما دا په دې معنی نه‌ده چې تر پخوا زموږ د تلفاتو کچه لوړه شوې وي برعکس زموږ تلفات د خدای په فضل ډېر کم شوي.”

په افغانستان کې د سیاسي چارو پوهان باور لري څو چې په دې هېواد کې د جګړې ښکېل اړخونه په رسمي ډول اوربند ونه‌کړي یا هم د تاوتریخوالي کمول اعلان نه‌کړي، جګړه به روانه وي.
له ډلې يې عزیز رفیعي ازادي راډیو ته وویل: ​”له بده‌مرغه دواړو اړخونو په رسمي ډول هېڅ پرمختګ نه‌دی منلی، خو په ټولو اړخونو کې له جګړې ستړیا لیدل کېږي، هیله لرو چې په جګړه کې همدا ستړیا لامل شي چې اوربند وشي او سوله راشي.”

افغان حکومت له دې وړاندې بار بار ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره یوازنۍ لاره اوربند او بین‌الافغاني خبرې اترې دي چې وسله‌والو طالبانو لا تر دې دمه نه‌دي منلي، خو دغې ډلې ویلي و چې دوی به په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره د شخړو کچه کمه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.