طالبانو ومنل چې له امریکا سره یې “ګټور” مذاکرات کړي دي
دامریکاغږ
طالبانو د لومړي ځل لپاره تائید کړی چې تیرې اونۍ کې یې له امریکایانو سره د افغانستان د ۱۷-کلنې جګړې د ختمولو لپاره د لارو چارو د موندلو په هدف مستقیمې خبرې اترې کړي دي.
یوه جګپوړي طالب چارواکي د جمعې په ورځ [جولائ ۲۷] امریکا غږ ته وویل چې د امریکايي پلاوي مشري، د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې مرستیالې وزیرې، الېس وېلز کوله.
د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو دغه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې “مقدماتي” خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ “د راتلونکو تماسونو او مجلسونو لپاره د بنیادي کارونو پر پېلولو” متمرکزې وي.
طالب چارواکي د زیاتو معلوماتو له شریکولو څخه ډډه وکړه خو ویې ویل چې په “مجموعي ډول د خبرو اترو فضا ډیره ښه وه او مذاکرات هم ګټور وو.”
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او امریکايي استازو د لیده کاته راپور د امریکايي رسنیو لخوا د پنجشنې په ورځ خپور شو، خو په هغه وخت کې طالبانو او امریکايي چارواکو له مستقیمې تبصرې ډډه کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایې چې د افغانستان د کشالې د حل کولو لپاره له هرې لارې چارې کار اخلي، خو د سولې هر ډول مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي.
نظرات بسته شده است.