طالبانو له امریکا ګیله کړې چې په یو برید یې باید مذاکرات ختم کړي نه وای

 

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷مه: طالبانو تاند ته په استولي رسمي ایمیل کې د ټرمپ لخوا د مذاکراتو د ځنډولو په غبرګون ویلي، دا کار به امریکا ته په افغانستان کې مالي او ځاني تاوان ورسوي.

د ذبیح الله مجاهد له لوري په نسبتا نرمه لهجه لیکلې دې خبرپاڼه کې ویل شوي تر پرونه پورې له امریکايي لوري سره مفید بحثونه شوي چې امریکا پخپله ترې راضي وه: (( موږ په ډېرو مسایلو نهايي هوکړې ته رسېدلي وو او د سپټامبر ۲۳مه مو د لاسلیک لپاره ټاکلې وه چې ګڼو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ددې هوکړې ملاتړ کاوه.))

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي اوس چې د امریکا ولسمشر هر څه ځنډولي دي زیان به یې هم پخپله امریکا ته ورسېږي، ځکه چې د طالبانو په اند په دې کار سره له یوې خوا د امریکا اعتبار له منځه ځي، له بلې خوا به په افغانستان کې ورته مالي او ځاني تاوان ورسېږي چې د سیاسي تعامل په برخه کې به یې رول متزلزل حالت ته ورسېږي.

طالبانو ویلي، دوی د مذاکراتو په دوام داره ساتلو ثابته کړه چې جګړه د نورو لخوا پرې تپل شوې ده، خو که د جګړې پر ځای د تفاهم لاره ونیول شي نو په وینا یې چې دوی به تر اخره ورته ژمن پاتې شي.

خبرپاڼه کې له امریکا ګیله شوې چې په یو برید یې نه باید دومره حوصله بایللې وای.

طالبانو ویلي، متزلزل سیاست نه لري او په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسولو پرته هم بل کوم مقصد نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ تېر ماښام ناوخته پرله پسې ټویټونو کې له طالب مشرانو سره لیدنه او مذاکرات لغوه اعلان کړل او زیاته یې کړه طالبانو وښودله چې اوربند نه شي کولی نو مهم مذاکرات هم نه شي کولی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.