طالبانو سره د سولې په اړه د جنرال ډنفورد په احتیاط خوشبیني

دامریکا غږ

د امریکا د پوځ لوړپوړي قوماندان د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د تفاهم د ترلاسه کولو په هکله په احتیاط خوشبیني څرگنده کړې ده.

د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورد، دغه څرگندونې کابل ته له سفر او د افغان مقاماتو سره له لیدنې کتنې وروسته وکړې.

جنرال ډنفورد خبریالانو ته وویل: “مونږ ټول په احتیاط سره خوشبینه یو، ځکه سفیر خلیلزاد اوس پداسې کار بوخت دی چې په افغانستان کې زمونږ د شتون په ټولو کلونو کې بیساری دی”.

ښاغلي ډنفورد له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې هر اړخیزې وگڼلې او وویل چې سربیره پر دوحه د نورو ځایونو لکه اسلام آباد څخه هم د طالبانو سره د جگړې د پای رسیدو نښې نښانې لیدل کیږي.

هغه وویل: “د طالبانو سره د سولې په اړوند د پخوا په پرتله اوس له اسلام آباد څخه مثبت پیغامونه

اوریدل کیږي. په دوحه کې هم اوس داسې بهیر پیل شوی او د بین الافغاني خبرو لپاره هم د پروگرامونو وړاندوینه کیږي”.

ښاغلی ډنفورد تیره ورځ کابل ته تللی و او جمهور رئیس محمد اشرف غني په گډون یې د افغان مقاماتو سره لیدنې کتنې کړې دي. د کابل نه د هغه له لیدنې سره جوخت پدې ښار کې درې چاودنې وشوې چې ١١ تنه په کې ووژل شول او ۴٥ تنه نور ټپیان شول.

امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتیري لري چې په عمومي توگه د افغان ځواکونو په روزنه او هغوی ته د مشورو ورکولو په چارو بوخت دي.

له دې دمخه مقاماتو ویلي وو چې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو دمخه تمه ده چې د طالبانو سره د سولې موافقې مسوده بشپړه شي.

تمه ده چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش، دا تضمین چې د افغانستان نه به د بل کوم هیواد پر ضد برید نه کیږي، د طالبانو سره د افغانستان د دولت مستقیمې خبرې او همداشان د اوربند کیدل به پدغه توافقنامه شامل وي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.