طالبانو د سولې د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو سره مخالفت وکړ

تاند- په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د سولې د مشورتي لویې جرګې لپاره تیاري نیسي او په دې جرګه کې د طالب استازو د خوندیتوب پر ضمانت خبرې کېږي، طالبانو دا جرګه رد کړه او له خلکو یې وغوښتل چې په هغې کې ګډون ونه کړي.

وسله والو طالبانو نن /چهارشنبه/ وویل چې د دوی استازي به د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون ونه کړي.

د دې ډلې ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د دې جرګې په وسیله غواړي چې خپله نامشروع بقا یقیني کړي.

طالبانو همداراز ویلي چې دې ته ورته غونډې پخوا هم شوي دي« کابل اداره او ورسره د لویو جرګو تر عنوان لاندې بیلابیلې دسیسې په تیرو اتلسو کلونو کې د دې لپاره وي او دي چې د اشغال د بقا، په پراخ ادارې او اخلاقي فساد لړلې کاواکې ادارې د تداوم او د اشغال د موخو او تتیمو د تحقق لپاره تر ې استفاده وشي.»

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو شلو ورځو کې د سولې مشورتي لویه جرګه د د افغانستان د شاوخوا دوه نیم زره استازو په ګډون جوړه شي.

حکومت ویلي چې طالبانو ته به هم په دې جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.