طالبانو د بلخ ولسوالي ۱۳ ځوانان ووژل

 

 

تاند- وسله والو طالبانو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالي کې ۱۳ تنه ځوانان وژلي دي.

چارواکي وايي چې وژل شوي کسان نه د امنیتي ځواکونو غړي دي او نه د سیمه ییزو پولیسو خو طالبان وايي چې دا کسان یې هغه مهال ووژل چې په ګزمه وتلي ول.

د بلخ د والي ویاند مُنیر احمد فرهاد نن /یکشنبه/ وویل چې دا کسان، چې د بلخ ولسوالي اوسېدونکي ول، په چمتال ولسوالي کې وژل شوي دي.

د بلخ امنیه قومانداني وايي چې دا ۱۳ ځوانان د چمتال او چاربولک ولسوالیو ترمنځ وژل شوي دي. قومانداني وايي چې وژل شوي کسان پولیس نه دي.

د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي، د دوی په ګومان وژل شوي کسان ممکن د ولسي پاڅون غړي وي چې په خپل سر یې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد وسلې په لاس کې اخیستي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.