طالبانو تېره یوه میاشت کې دوه ځلې په هغو ځایونو بریدونه کړي چې بهرني سرتیري پکې اوسي

 

تاند ( پنجشنبه، د حمل ۱۹ ) راپورونه وایي، وسلوالو طالبانو تېره یوه میاشت کې دوه ځلې هغه ځایونه تر بریدونو لاندې راوستي چې بهرني سرتیري پکې اوسې.

طالبانو له امریکا سره دوحه کې تړون امضا کړی چې دوی به پر یو بل بریدونه نه کوي.

خو سربېره پر دې طالبانو تېره ورځ د کندهار پر هوایي ډګر توغندیز برید کړی دی او د ځاني او مالي زیانونو اړولو ادعا یې کړې ده.

سي ان ان په خپل راپور کې د تېرې ورځې برید ته په اشارې ویلي چې طالبانو په تېره میاشت کې دوه ځلې هغه ځایونه په نښه کړي دي چې د متحده ایالاتو نظامي پرسونل او د سي ای اې مخفي مامورین په کې اوسي.

راپور کې راغلي چې طالبان په دې ډول بریدونو سره تاوان کوي ځکه چې دا ډول بریدونه به د بایډن د وتلو پلان لا پېچلی کړي.

راپور کې ویل شوي، که چېرته طالبان غواړي چې امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي نو باید تاوتریخوالی کم کړي او له ورته بریدونو ډډه وکړي.

د راپور وروستۍ برخه کې راغلي چې دا ډول بریدونه امریکایي لوري ته دا پلمه په لاس ورکوي چې خپل ځواکونه د اوږدې مودې لپاره په دغه هېواد کې وساتي.

ورته مهال د امریکا دفاع وزارت د کندهار پر هوایي ډګر پرونی برید غندلی او ویلي یې دي چې کېدای شي دغه برید د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شي.

د پنتاګون ویاند جان کربي ویلي، چې د طالبانو دغه کړنه د سولې د خبرو د زیانمنېدو لپاره ګواښ دی.

نوموړي ویلي، دوی دغه برید غندي او په دې باوري دي چې دغه چاره د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د زیاتېدو پرېکړه ده.

امریکا ویلي، چې که څه هم د کندهار هوایي ډګر د امنیت مسوولیت افغان ځوکونو ته سپارل شوی دی، خو لا هم په دغه هوایي ډګر کې د ناټو او امریکا عسکر مېشت دي.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا یې هم کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.