طالبان، ملا برادر انډونېزیا ته تللی

 

تاند، جمعه د اسد ۴ مه: طالبانو خبر ورکړی چې د قطر د سیاسي دفتر اته غړي یې د ملا بردار په مشرۍ نن انډونیزیا ته تللي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، طالب پلاوی به له انډونیزیايي چارواکو سره د افغان سولې او د افغانستان د راتلونکي په تړاو بحثونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال همدې شپو ورځو کې یو بل طالب ویاند سهیل شاهین ویلي وو چې د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوي انډونیزیايي چارواکو سره لیدلي دي.

هغه وخت د طالب چارواکو په وینا چې ستانکزي د انډونیزیا د ولسمشر له خاص استازي حامد اول الدین او خارجه وزیر ریتنو مارسودي سره کتلي وو.

خو دا وار ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې انډونیزیا ته د طالب پلاوي د سفر خبر ورکوي چې همدا پرون انډونیزیايي چارواکو افغان مشرانو سره کتنو کې ویلي وو په خپل کوربه توب د انډونیزیا، پاکستان او افغانستان د علماو یوه بله ناسته به ډېره ژر راجوړه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.