صدیقي: د نیمروزکمال خان بند به ژرګټې اخیستنې ته وسپارل شي
تاند ( یک شنبه، داسد ۵) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني، چې نن سهار د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د نیمروز ولایت زرنج ښار ته تللی ود خپل سفر پرمهال یې د کمال خان بند له رغنیزو چارو هم لیدنه وکړه.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي د کمال خان بند ۸۰ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې او زیاته یې کړه، چې تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کمال خان بند د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په ۷۵ کیلومترۍ کې د چهار برجک ولسوالۍ شمال لورته د هلمند پرسیند پروت دی.
چارواکي وایي،چې دغه بند د برېښنا تولید ظرفیت هم لري او په جوړېدو سره به یې له برېښنا څخه تر ۶۰ زره ډېرې کورنۍ ګټه واخلي.
ولسمشر دغه راز په دې سفرکې د نمیروز ولایت له بیلوبیلو ډلګیو سره لیدنې ترسره کړې او د هغوی ستونزې یې مخامخ واورېدلې.
نظرات بسته شده است.