شمال کې روان عملیات، یوازې فاریاب کې ۴۲ وسله وال وژل شوي

 

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: دفاع وزارت وایي دوی له تیرو څو ورځو راهیسې د هیواد په شمالي ولایتونو کې عملیات پیل کړي چې وسلوالو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله په کې اړولې.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي چې نن یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، د دفاع وزارت په رهبرۍ د هیواد په څو شمالي ولایتونو کې عملیات روان دي چې وسلوالو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

نوموړی وایي، له دغه ولایتونو یو یې فاریاب ولایت او د ګرزیوان ولسوالي ده چې له تیرو څو ورځو هلته عملیات روان دي: (( په دغو عملیاتو کې ۴۲ طالبان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.))
دی همدا راز وایي، د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ کې هم عمیات روان دي چې په ترڅ کې یې لسګونه طالبان وژل شوي او ګڼ شمیر یې له امنیتي ځواکونو سره اسیران دي.

ښاغلی احمدزی وایي، دښمن ته یې په شمال کې سخته مرګ ژوبله اړولې چې په وینا یې د کندوز جګړه هم د طالبانو یو له هغه تکتیکونو وه چې غوښتل یې د امنیتي ارګانونو مخ کندوز ته واړوي او نورو سیمو کې د دوی د تحرکاتو مخه ونه نیسي.

خو دده په وینا چې امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري چې په هرځای کې جګړه ښه مدیریت او وګټي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.