سیګار د افغان ځواکونو د تلفاتو لامل رهبرۍ کې فساد او کمزوری مدیریت یادوي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرمفتش ادارې يا سيګار په خپل هغه درې مياشتني راپور کې چې د امريکا کانګرس ته‌يې لېږلى، ويلي چې د افغان ځواکونو تلفات ټکان ورکوونکي دي او يو علت‌يې د دوى په رهبرۍ کې اداري فساد او د دوى کمزورى مديريت دى.

دغه راپور په وسله‎والو ځواکونو کې بې‌سوادي او د دوى له ليکو د نېږدې ٣٥ سلنه پوځيانو تېښته هم لويه ستونزه ګڼي.

دغه راپور چې د يکشنبې په ورځ ترتيب شوى او جزئيات‌يې نن د دوشنبې په ورځ رسنيو خپاره کړي، په افغانستان کې نورو امنيتي ګواښونو ته هم اشاره کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، افغان حکومت په داسې حال کې د وسله‎والو طالبانو تر څنګ د نورو سخت دريځو ډلو په وړاندې هم پوځي مبارزه کوي چې له دغه حکومت څخه د امريکا او د ناټو د نورو غړو هېوادونو ملاتړ د پخوا په پرتله کمزورى شوى دى.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له کله چې دوه کاله مخکې امنيتي مسؤليتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول، د افغان ځواکونو تلفات زيات شوي دي.

دغه وزارت‌يې يو علت له دولت ضد وسله‎والو د قاچاقبرانو او د سيمې د استخباراتو ملاتړ ښيي.

د دغه وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل، له تلفاتو او امنيتي ګواښونو سره سره د افغانستان دفاع ته ژمن دي.
ښاغلي رادمنش وویل:

“د افغانستان دښمنان د سيمه‌ييزو استخباراتو له ترورېستانو او قاچاقبرانو سره يوځاى په افغانستان کې ځيني تهديدات رامنځته کړل چې د افغان قواوو تلفات ورسره زيات شول، خو دا زموږ مسؤليت دى چې د خپل هېواد دفاع وکړو.”

د سيګار دغه راپور په داسې حال کې کانګرس ته لېږل شوى چې د ډونالد ټرمپ اداره د افغانستان په اړه پر خپلې پالېسۍ بيا کتنه کوي، هغه هم پر داسې مهال چې وسله‎والو طالبانو خپل تحرکات زيات کړي دي.

په راپور کې دې ټکي ته اشاره شوې چې له ٢٠٠٢ مېلادي کال راهيسې د امريکا هغه ٧١ میليارده ډالره مالي مرسته چې د افغانستان د بيارغونې لپاره شوې، ٦١ سلنه‌يې د افغان دفاعي ځواکونو چې شمېر يې درې لکو ته رسېږي، پر روزنې، تجهيز او ملاتړ لګول شوي دي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرمفتش ادارې راپور وايي، دغه ځواکونه اوس د داخلي مشکلاتو له کبله له ستونزو سره مخامخ شوي دي، لکه کمزورې رهبري او اداري فساد.

د سيګار ادارې مشر جان سوپکو ويلي، کله چې رهبري کمزورې وي، په ټيټه رتبه کې کسان‌یې دومره پروا نه‌ساتي او فکر کوي چې ولې ووژل شي؟
په راپور کې ويل شوي، دغه ستونزې او په سرتېرو کې د انګېزې کموالى د دې سبب شوى چې ځينې سيمې د دوى له کنټروله ووځي.

د راپور په حواله له ٢٠٠١ مېلادي کال راهيسې په افغانستان کې ٢٤٠٠ امريکايي پوځيان وژل شوي، خو يوازې په ٢٠١٦ مېلادي کال کې د دې شمېر څه باندې دوه برابره د افغان امنيتي ځواکونو غړي وژل شوي دي.

په راپور کې ويل شوي چې يوازې د ٢٠١٧ مېلادي کال د جنورۍ له لومړۍ د فبرورۍ تر ٢٤مې پورې ٨٠٧ افغان پوځيان وژل شوي او ١٣٢٨ نور ټپيان شوي دي.

د سيګار په يوه مخکني راپور کې هم ويل شوي وو چې د پوځ افسران د محاربو پوځيانو خوراکي مواد او نور وسايل خرڅوي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړي سرمفتش ويلي، افغان حکومت د ځينو هغو پروګرامونو په مرسته چې امريکا يې ملاتړ کوي، د اداري فساد پر ضد ځيني اقدامات کړي، خو دا ډېر کوچني کارونه دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.