سیګار: د افغانستان د یوه سړک هر کیلومتر په ۸ ملیون ډالره تمام شوی

 
تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش، چې د افغانستان په بیارغونې کې د امریکا د بې درکه شویو یا خوړل شویو پیسو په اړه څېړنې کوي، په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د یوه ۲۳۰ کیلومتره سړک یوازې پر ۳۱ کیلومترو ۲۵۰ ملیون ډالره لګېدلي دي.

این بي سي نیوز تلویزیون د سیګار یا د افغانستان لپاره د امریکا د خاص سرمفتش د دفتر د راپور له مخې وویل، پر دې سړک ۱۲ کاله پخوا کار پیل شوی او له دې سره سره چې ۲۵۰ ملیون ډالره پرې لګول شوي، یوازې ۳۱ کیلومتره یې بشپړ شوي دي.

دا سړک په بادغیس ولایت کې تېرېږي او د افغانستان د حلقوي سړک برخه ده.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د قیصار – لامان سړک یوازې ۱۵ سلنه بشپړ شوی دی. قیصار په فاریاب او لامان په بادغیس ولایت کې دی.

د سیګار د مشر جان سوپکو په راپور کې ویل شوي چې ناامني او د ټېکه دارانو یا قراردادیانو د ظرفیتونو کموالی سبب شوی چې پر دې سړک تر اندازې زیاتې پیسې ولګېږي او بشپړ هم نه شي.

په راپور کې ویل شوي چې د دې سړک لږترلږه ۱۹ کارګر تښتول شوي او یو یې وژل شوی دی.

په هغه سیمه کې چې سړک تېرېږي وسله وال طالبان فعال دي او عموماً د سړک د جوړېدو خنډ کېږي.

دې ډلې که څه هم څو ځلې ویلي چې نور د ټولګټو پروژو مخه نه نیسي خو په ځلونو د انکشافي پروژو خنډ شوې ده.

د تېرې جمعې په ورځ طالبانو د کندهار د ښورابک سړک ۴۳ انجنیران او کارګر په سپین بولدک کې وروسته له دې وتښتول چې د هغوی پر هستوګنځي یې برید وکړ او وسایل یې ورویجاړ کړل.

د دولت د وسله والو مخالفانو دا ډول بریدونه د دې سبب کېږي چې قراردادیان په اسانه او ارزانه د پروژو اجرا ته زړه ښه نه کړي.

اسیايي پراختیايي بانک په ۲۰۰۶ م کال د افغانستان د حلقوي سړک لپاره ۷۲۱ ملیون ډالره ځانګړي کړل او د سیګار د معلوماتو پر اساس د ۲۰۱۷ تر پایه پورې له دغو پیسو ۲۴۹ ملیون ډالره لګول شوې وو.

د سیګار د راپور پر اساس له لګول شویو پیسو او جوړ شوي سړکه څرګندېږي چې هر کیلو متر سړک په څه باندې ۸ ملیون ډالره تمام شوی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش وايي چې د دې پروژې یو قراردادي، چې پنځه ویشت نیم ملیون ډالره یې اخیستې و، یو اینچ سړک نه و جوړ کړی او له همدې کبله ۳ کاله وړاندې قرارداد ورسره فسخه شو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.