سیګار: افغان ځواکونه په ډېری برخو کې د خلکو د امنیت د ټینګښت وړتیا نه‌لري

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو سرمفتش ادارې یا سیګار په تازه راپور کې راغلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وړتیا نه‌لري چې د افغانستان په ډېری برخو کې د خلکو امنیت خوندي کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي، له ۲۰۰۱ میلادي کاله امریکا افغانستان سره ۱۳۷ میلیارده ډالره مرسته کړې چې ۸۶،۴ میلیارده یوازې د افغان ځواکونو په تجهیز او روزنه مصرف شوي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم د دې وړتیا نه‌لري چې د افغانستان په ډېری برخو کې د خلکو امنیت خوندي کړي او د ثبات او ظرفیت له امله اوس هم محدود دي.

د دغې ادارې مشر جان سپکو په دغه راپور کې چې د امریکا کانګرس ته‌یې وړاندې کړی لیکي، امریکا په افغان ځانګړو او هوايي ځواکونو د دې لپاره زیاته پانګونه وکړه چې په خپلواکه توګه عملیات مخ ته یوسي، خو دغه ځواکونه تر اوسه هم د الوتکو د ترمیم او بیا رغونې وړتیاوې نه‌لري، هغه کار چې د عملیاتو د مخکې وړلو لپاره ډېر مهم دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، ستونزه دا ده چې افغان ځانګړي ځواکونو په داسې عملیاتو کې کارول کېږي چې عادي عسکر یې هم مخ ته وړلای شي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو سره په خبرو کې، هغه څه چې په دغه راپور کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه ویل شوي ناسم بولي.

هغه زیاتوي: “افغان حکومت د سیګار له دې تحلیل سره موافق نه‌دی، د دې لپاره چې له ۲۰۱۴ کال راپه دې خوا د هېواد امنیت د دوی په غاړه دی، کله چې سل زره نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل، ټول مسؤلیت افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شو، نن ورځ موږ له ترورېزم سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوو.”

د پوځي چارو یو شمېر افغان پوهان وايي چې د امنیتي چارو د مخته وړلو لپاره اړتیا ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه منظم او دوامداره روزنه وویني.

د افغانستان د لوی درستیز پخوانی مرستیال عبدالوهاب وردګ وویل: “ستونزه دا ده چې په کم وخت کې پیلوټان او نور سرتېري تربیه شوي، وخت په‌کار دی او تجربې ته اړتیا لري چې دا هر څه د وخت په تېرېدو سره کېږي، خو له شرایطو سره سم سالم تجهیز زیات مهم دی.”

له امنیتي مسایلو ورهاخوا جان سپکو د سولې او فساد په اړه هم د امریکا د کانګرس غړو ته معلومات ورکړي.

په راپور کې ویل شوي، که امریکا له افغانستان نه په فوري ډول خپل ډېر شمېر ځواکونه د امریکا مالیه ورکوونکو او د بیارغونې هدف به له ستونزو سره مخ شي.

د سیګار په دې راپور کې راغلي، که چېرې د فساد مخه ونه‌نیول شي د پروګرامونو مؤثریت، د افغان حکومت مشروعیت او د نړیوالې ټولنې د مرستو اندازې به له ستونزو سره مخ کړي.

دا له ۲۰۱۲ میلادي کال را وروسته د جان سپکو ۲۳ راپور دی چې د امریکا کانګرس ته‌یې وړاندې کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.