سیګار: افغان حکومت د فساد پر ضد بریالۍ مبارزه روانه کړې ده

 

تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي څارونکي بنسټ یا سیګار په تازه راپور کې ویلي، افغان حکنومت د تېر ۲۰۱۸ کال له می میاشتې راپدېخو د فساد پر ضد د مبارزې د معیارونو په تطبیق کې پرمختګ کړی دی.

سیګار وايي، په دغه موده کې د افغان حکومت ستراتیژي بریالۍ وه تر څو په دولتي ادارو کې د فساد مخه پرې ونیسي، خو د سیګار په وینا لا هم په دې لاره کې ستونزې شته.

سیګار وايي، د روان کال تر جون میاشتې پورې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې د ۷۶ معیارونو له جملې ۵۷ معیارونه عملي کړي دي چې دا ۷۵ فیصده پرمختګ ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د سیګار مشر جان سوپکو له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د فساد پر ضد مبارزه کې د افغان حکومت لاسته راوړنې ستایلې وې.

افغانستان په تېر یو کال کې د فساد ضد ګڼې لویې دوسیې څېړلې دي چې ورسره جوخت د مفسدو هېوادونو په لیست کې هم شاته تللی دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.