سیګار: افغانستان کې د نشه يي توکو نه ۳،۲ میلیارډ ډالره ترلاسه شوي

 

دآزادی راډیو

د کوکنارو له منځه وړلو او نشه‎يي توکو سره د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې د مبارزې سره سره نشه‎يي توکي لاهم د افغانستان لپاره ستر ګواښ او د وسله‎والو ډلو د عایداتو ستره سرچینه بلل کېږي.

سیګار یا د افغانستان له بیارغونې څخه د امریکا د ځانګړې ادارې سرمفتش په خپل تازه شپږ میاشتني راپور کې چې کانګرس ته یې وړاندې کړی لیکلي چې په افغانستان کې د مخدره موادو له تولیده ترلاسه شوي پېسې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱.۴۴ میلیارډ ډالره زیاتې شوي دي.

په راپورکې راغلي چې د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید په دې هېواد کې جرمونو او د وسله‎والو ډلو د مالي ملاتړ دوام ته لاره هواره کړې ده.

د افغانستان د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت بیا ناامني او له نشه‎يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو د مرستو کمېدل هغه لاملونه بولي چې د کوکنارو د کښت او مخدره موادو تولید ته یې زمینه برابر کړې ده.
د دې وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د برخې مرستیال جاوید احمد قایم وايي:

“کله چې په نړیواله کچه د نشه‎يي توکوتقاضا لوړه شي، تولید یې هم ډېرېږي، له بلې خوا هغه مرستې چې د نړیوالو له لوري له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې کېدلې هغه هم کمې شوي دي.دا ټول د دې لامل شوي چې مخدره مواد زیات شي او اوس هم شمېرې داسې ښيي چې د تېرکال په پرتله روان کال به هم زیات وي.”

د سیګار راپور داسې مهال خپرېږي چې امریکا په افغانستان کې د جنګي وضعیت د بدلون په هدف پر یوې نوې ستراتیژۍ کار کوي چې د مخدره موادو پر ضد مبارزې ته هم په‎کې ځای ورکړل شوی دی.

تردې مخکې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش منلې چې په افغانستان کې د نشه‎يي توکو پرضد مبارزه بریالۍ نه ده او په وینا یې د افغانستان حیثیت او اعتبار ته په نړيواله کچه زيان اړولی دی.

دغه شان د سیګار په تازه راپور کې راغلي چې امریکا له ۲۰۰۲ میلادې کاله تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې په افغانستان کې له مخدرو موادو سره په مبارزه کې ۸ اعشاریه ۶ میلیارډه ډالر لګولي دي.

په راپور کې که څه هم په ۲۰۱۷ کال کې د کوکنارو د کښت د کچې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په‎کې راغلي چې د ناامنۍ له امله د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخدرو موادو پرضد د افغان ځواکونو عملیات ۶۰ سلنه کم شوی دي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دفاعي او امنیتي کمېسیون رئیس هاشم الکوزی وايي، د مخدره موادو د تولید ډيره برخه پیسې نړیوال قاچاقبر او وسله‎وال ترلاسه کوي.
دی وايي:

“په هغو سیمو کې چې کوکنار کرل کېږي هغه د وسله‎والو طالبانو په کنټرول کې دي او هلته کوکنار په ازادانه ډول کرل کېږي. د مخدره موادو ډېره برخه عاید نړیوالو قاچاقبرو ته ځي او یوه برخه فیصده يې وسله‎وال طالبان ترلاسه کوي چې پرې خپل تجهیزات او مهمات ترلاسه کوي.”

یو شمېرکارپوهان بیا په دې باور دي چې د نشه‎یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د زړو او ناسمو پالیسیو موجودیت د دې لامل شوی چې د کوکنارو د کښت او مخدره موادو د تولید کچه کال په کال لوړه شي.

د نشه‎يي توکو پرضد د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال محمد ظفر وايي، د دې لپاره چې د مخدره موادو او کوکنارو له کښت سره مبارزه مطلوبه نتیجه ورکړي، باید له تېرو تجربو څخه ګټه واخېستل شي، له شرایطو سره سمه پالیسي جوړه او په کلیو او بانډو کې اقتصادي او پراختیايي پروژي عملي شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.