سیګار: افغانستان کې د امریکا ۲٫۴ میلیارډه ډالره بې ګټې لګول شوي

دآزدی راډیو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پر مرستو د څار ادارې په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د مرسته شوېو پیسو په لګښت نیوکه کړې.

سیګار د دې مرستو شمېر ۷٫۸ میلیارډ ډالر ښودلی چې د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۹ میلادي کلونو د امريکا د ۱۰۹.۲۴ ميلياردو ډالرو مرستو له ډلې دي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره شوي دي.

دا پیسې د امریکا د دفاع وزارت، د امریکا پراختیايي ادارې، د امريکا بهرنۍ خصوصي پانګونې شرکت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا تمویل شوي.

سیګار په دې راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړی لیکلي، د ۷,۸ میلیارډو مرسته شوېو ډالرو څخه ۲٫۴ میلیارډ یې بې ګټې لګول شوي دي.

راپور زیاتوي، دا پیسې د ښوونځیو، روغتونونو، زندانونو، سړکونو، یو هوټل او د یو شمېر

نظامي تاسيساتو د جوړولو لپاره لګول شوي چې ترې هېڅ ګټه نه ده اخیستل شوې، یا ویجاړ شوي او یا هم له‌منځه تللي دي.

د سیګار له قوله، ډېری هغه ودانۍ یا هم تأسیسات جوړ شوي چې ترې ګټه نه ده اخېستل شوې او همداسې پاتې شوي، په امریکایانو پورې اړه لري او د رغونې پر مهالیې دې ته پام نه دی شوی چې ایا افغان لوری ورته اړتیا لري او که نه، یا هم د افغانستان حکومت یې د ساتنې لپاره مالي امکانات او ظرفیت لري که خیر؟

راپور کې زیاتوي، په ۲۰۰۸ کال کې کانګرس ته د سیګار له‌درې میاشتني راپور وروسته، افغانستان سره د امنیت، بیا رغونې او بشري برخه کې ۱۰۹,۲۴ میلیارډ ډالر مرسته‌ شوې ده.
خو د راپور پر بنسټ، د‌ دې مرستو اغېزمنتیا، د امریکا د دفاع وزارت، د امریکا پراختیايي ادارې، د بهرنۍ پانګونې شرکت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د۷٫۸ میلیارډ ډالرو له ارزونې معلومولای شو.

په راپور کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پر مرستو د څار ادارې د سرڅېړونکي جان سوپکو له قوله لیکل شوي، دا راپور ښیي چې متحده ایالاتو په‌ډېر شمېر پیسې یو داسې هېواد ته ورکړي چې نه‌شي کولای په سم ډول ترې ګټه واخلي.

جان سوپکو زیاتوي:”دا یو واقعیت دی چې له ډېرې پانګونې او تاسیساتو ګټه نه‌ده اخېستل شوې، یا ویجاړې شوي او یا بې له ګټې اخېستو همداسې پرېښودل شوي.”

د افغانستان حکومت بیا وایي، د‌ دې لپاره چې د مرستو په لګښت کې روڼتیا وي او افغانانو ته یې ګټه ورسېږي، باید د افغان حکومت له لارې مصرف شي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي:

“د حکومت دریځ په دې برخه کې معلوم دی. موږ تل پر دې ټينګار کړی چې مرستې دې تل د افغانستان د حکومت له لارې ولګول شي، څو اغېزمنې او رڼې وي او موږ حساب ورکولو ته چمتو و اوسو.”
په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا سازمان وایي، د بهرنیو مرستو ډېره برخه په‌داسې ډول مصرف شوې چې افغانانو ته یې ډېره ګټه نه‌ده رسولې.

د دې سازمان اجرائیه رئیس اکرام افضلي د یکشنبې(د کب ۱۰مه) ‌په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د مرستو بهیر هم روڼ نه و: “په تېرو دوو لسیزو کې د بهرنیو د مرستو د اغېزمنتيا کچه ډېره ټیټه وه. سره له دې چې د دې مرستو په وسیله ځینې پرمختګونه شوي، اما هغومره پیسې چې مصرف شوي، د هغه پرتله یې ګټه او پرمختګ کم دی.”
د‌ سیګار د دې ۷٫۸ میلیارډ‌ ډالرو مرستې د ارزونې په‌ پایله کې معلومه کړې چې له دې پیسو یې ۶,۵ میلیارډ ډالر د‌ دفاع وزارت، ۱٫۱ میلیارډ د امریکا پراختیايي ادارې ، ۸۴٫۸ میلیون ډالر د بهرنۍ پانګونې شرکت او ۷۹ میلیون یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا مصرف شوي دي.

سیګار له‌ دې وړاندې هم د افغانستان د بیا رغونې، روغتیا، پوهنې او نظامي برخه کې د شویو مرستو په اړه راپورونه خپاره کړي او په کې یې د فساد، نه اغېزمنتيا، بریااو ناکامۍ ته اشاره کړې.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.