سکاټ میلر، په جنرال دوستم پسې شبرغان ته ورغلی

 

تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر نن ناڅاپه جوزجان ته تللی او له جنرال عبدالرشید دوستم سره یې کتلي دي.

د جنرال رشید دوستم د مطبوعاتي دفتر ویاند حبیب قویاش وايي، د جنرال مېلر د سفر موخه معلومه نه ده خو دواړه دا مهال په شبرغان کې د جنرال دوستم په کور کې په خبرو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم نن د عبدالله په پلوۍ په ګاونډي فاریاب ولایت کې لاریونونه پیل کړي دي، همدا راز نوموړي تر دې وړاندې ولسمشر غني او په شمال کې طالب وسله والو ته هم ګواښونه کړي دي.

راپورونه وايي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان کې هم د ثبات او همپالنې د پلویانو د نننۍ مظاهرې اکثره برخوال د جنرال دوستم پلویان ول.

نوموړی له دریو کلونو راهیسې له ارګ څخه مرور او په جوزجان کې دېره دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.