سږ کال نږدې نیم میلیون جریبه دولتي ځمکه ثبت شوې ده

 

تاند، شنبه، د عقرب ۲۵مه: د ښارجوړونې وزارت وايي، په وروستي یو کال کې یې په دولتي بانک کې ۴ میلیونه او ۷۰۰ زره جریبه ځمکه ثبت کړې ده.

د یاد وزارت لخوا تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې راغلي چې له دغې ۴ میلیونه او ۷۰۰ زره جریبه دولتي ځمکې څخه یې ۳۷۰زره په ننګرهار، ۲۳۸ زره جریبه په نیمروز، ۲۳۵ زره جریبه یې په کابل او ۲۳۰ زره جریبه ی ېبه بلخ ولایت کې ثبت او سیسټم ته رسول شوې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې په کندوز کې یې ۱۹۸ زره جریبه، په پکتیا کې ۲۰۰ زره جریبه، په کندهار کې ۱۹۸ زره جریبه، په هرات کې ۱۹۴ زره جریبه او پاتې نوره ځمکه په ۲۰ ولایتونو کې ثبت شوې ده.

وزارت همدا راز وايي، له دغو دولتي ځمکو څخه د ګټې اخیستنې لپاره یې هم په پروګرام او سروې کار پیل کړی دی.

وزارت وايي، په روان کال کې یې ۱۸ زره او ۹۵۳ جریبه ځمکه په شلو ولایتونو کې د اداراتو اړوند ۹۴ پروژو ته بیله کړې ده.

وزارت همدا راز خبرداری ورکړی چې حکومت خپلې ځمکې په دولتي بانک کې ثبتوي او ترې هر ډول د غصب استفاده کوونکي سره به سخت قانوني چلند وشي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.