سږنۍ جګړې ۶ میاشتو کې ۱۳۶۶ ملکیان وژلي او ۲۴۴۶ ټپیان دي Jul

تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: ملګرو ملتونو یو تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۴ زره افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګري ملتونه وايي، د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکیانو د مړینې ۱۳۶۶ او د ټپيانو ۲۴۴۶ پېښې ورسره ثبت شوې دي چې ټولې ۳۸۱۲ پېښې کېږي، خو په وینا یې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷ سلنه کموالی ښيي.

راپور وايي، د سږ کال په لومړۍ ربع کې که څه هم د ۲۰۱۸ په پرتله ځمکنۍ جګړې ۱۸ سلنه کمې شوي، خو بیا هم دا ډول نښتې دریمه برخه ملکي تلفات اړوي.

دغه راز په راپور کې ویل شوي چې بمي بریدونه هم د سږني کال د ۲۸ سلنه تلفاتو لامل دي او هوايي بریدونو کې بیا ۱۴ سلنه تلفات اوړي.

کابل کې د یوناما دفتر وايي، دا مهال ۵۲ سلنه ملکی تلفات مخالف وسله وال اړوي، چې ۳۸ سلنه یې پړه پر طالبانو، ۱۱ سلنه یې پر داعش او ۳ سلنه یې نورو نامعلومو ډلو باندې راځي.

یوناما دغه راز وایي، د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۳۰مې پورې ۱۹۶۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله د دولت مخالفو وسله والو اړولې چې دې منځ کې یې ۵۳۱ وژل شوي او ۱۴۳۷ ټپیان دي.

یوناما وايي، پر قومي مشرانو، دولتي کارمندانو، مذهبي مشرانو، علماو، عبادتځایونو او فرهنګي مرکزونو باندې د وسله والو مخالفانو قصدي بریدونو کې هم سږ کال ۳۰۶ کسان وژل شوي او ۶۷۶ ټپیان دي.

یوناما دغه راز وايي، په ۲۰۱۹ کال کې تر دې دمه ۱۳۹۷ کسانو ته مرګ ژوبله د دولت پلوه ځواکونو لخوا اوښتې چې په دې منځ کې ۷۱۷ کسان مړه او ۶۸۰ ټپيان دي او دا د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۹ کې د ملکي مرګ ژوبلې ۱۸ سلنه پړه پر ملي امنیت، ۱۲ سلنه یې پر نړیوالو ځواکونو ده، ۲ سلنه پړه یې پر نورو نامشخصو دولت پلوه ځواکونو ورځي.

راپور وايي، سږ کال هوايي بریدونو کې ۳۶۳ کسان وژل شوي او ۱۵۶ ټپیان دي چې ۸۹ وژل شوي او ۶۱ ټپيان یې ماشومان دي او دا د هوايي بریدونو له کبله د تلفاتو زیاتېدو کې ۳۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

یوناما وايي، هوايي بریدونو کې د ۸۳ سلنه تلفاتو لامل بهرني ځواکونه دي، ۹ سلنه پړه یې پر افغان ځواکونو ده او ۸سلنه یې نامشخصه ده.

راپور زیاتوي، د ۲۰۱۹ کال تر جون پورې سږ کال ۱۴۴ ښځې وژل شوي او ۲۸۶ ټپیانې دي خو دا په جګړه کې د ښځو د تلفاتو په تړاو د تېر ۲۰۱۸ کال په پرتله ۲۲ سلنه کموالی ښيي.

راپور وايي، سږ کال ټوله جګړه کې ۳۲۷ ماشومان مړه او ۸۸۰ نور ټپيان شوي چې د سږنیو ملکي تلفاتو یوه پر دریمه برخه ښيي.

خو ملګرو ملتونو پر ټولو ښکېلو غاړو ټینګار کړی چې د ملکي تلفاتو کچه صفر ته راښکته کړي.

دغه راز یې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د قطر د جولای د ۷مې او اتمې د بین الافغاني ناستې پریکړه لیک ته چې د ملکی تلفاتو په راکمولو یې ټینګار کړی و، ولاړ پاتې شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.