سپین بولدک او چمن ته نږدې د دوو کلیو د مالکیت څېړنې بشپړې شوې

 

دآمریکا ږغ

افغان او پاکستاني څېړنیزو ټيمونو د چمن او سپین بولدک ترمنځ د دوو کلیو د مالکیت د معلومېدو تخنیکي څېړنې تر سره کړې، خو د دغو څېړنو پايلي به د کابل او اسلام اباد له لورې اعلان شي.

د لقمان او جهانګیر کلیو کې پرون د ورځې په پېل کې ګډو څېړنیو ټیمونو خپل کار پېل کړ او د ورځې په وروستیو کې يې خپلې څېړنې او تخنیکي راپورونه کابل او اسلام اباد ته ولېږل.

د کندهار امنیه قوماندان او د جنوبي ولایتونو اپراتیفي ریس جنرال عبدالرازق چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ټولو افغان قواوو قومانده هم مخ ته وړي امریکاغږ اشنا راډیو ته وویل چې افغان پلاوي لومړنۍ تخنیکي څېړنې ترسره کړي او بیرته کابل ته تللی دی.

جنرال عبدالرازق همدارنګه وویل چې افغان نظامیان په خپلو مخکنیو موقعیتونو کې دي او د هر راز نظامي حرکت په مقابل کې جدي غبرګون ښودلو ته تیاری لري.

خو د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه لا د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

پردغه لار هره ورځ تر پنځه ویشت زره زیات د چمن ښار ګوټي اوسیدونکې د دوستۍ تر دروازې افغانستان ته اوړي او د سپین بولدک د وېش په بازار کې سوداګري کوي.

همدارنګه له افغانستان څخه هره ورځ زیات شمېر کسان د درملنې لپاره کوټې او د پاکستان نورو ښارونو ته د درملنې لپاره ځي او را ځي.

پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او جهانګیر کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ د تېرې جمعې د ورځې په نښتو کې ۱۳ کسان وژل شوي چې اکثره یې ملکي خلک دي او همدارنګه ۶۵ تنه ژوبل دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.