سټولټنبرګ: وسله‌وال طالبان د ولایتونو په سقوط کې ناکام شوي

 

دآزادی راډیو

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، وسله‌وال طالبان سږ کال په افغانستان کې د لویو ولایتونو د سقوط لپاره په خپلو ټولو پلانونو کې ناکام شوي دي.

خو سټولټنبرګ وویل، اوس وخت “په هېڅ ډول” له افغانستانه د وتلو لپاره مناسب نه‌دی.

هغه پرون دوشنبه د رومانیا په پلازمېنه بوخارست کې د ناټو د غړو هېوادونو په پارلماني غونډه کې وویل چې افغانستان نور د ترورېستانو لپاره د امن “ځاله” نه‌دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، اوس له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو ایستل او یو وار بیا د هغه هېواد یوازې کول “غیر مناسب” کار دی.

هغه څرګنده کړه چې د افغانستان وضعیت بدل شوی او د افغانستان امنیتي ځواکونه چې د ناټو قواوې یې ملاتړ کوي، توانېدلي چې وسله‌والو طالبانو ته ماتې ورکړي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:

“ستونزې شته، خو باید هېر نه‌کړو چې د وسله‌والو طالبانو ستراتېژیک هدف د ولایتونو د مرکزونو نیول و، خو معلومه شوه چې هغوی د دې کار توان نه‌لري، افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو هره حمله شنډه کړي.”
په افغانستان کې اوس‌مهال د نړۍ د لږ تر لږه ۳۹ هېوادونو پوځيان د ناټو تر قوماندې لاندې، د افغان امنیتي ځواکونو په تعلیم، پوځي روزنه او هغوی ته د مشورې ورکولو پر پروګرامونو بوخت دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د تړون د غړو هېوادونو استازو ته وویل چې له افغانستانه وتل د افغانانو او د هغوی د نړیوالو متحدانو په ګټه کار نه‌دی.

د هغه په وینا، له افغانستانه وتل هلته د پاتې کېدو په پرتله زیاته پانګه غواړي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:

“دا زموږ د هڅو پایله وه چې افغانستان نور د نړیوالو ترورېستانو د امن ځای نه‌دی، سمه ده چې افغانستان سوله او ثبات نه‌لري، خو د ترورېستانو د امن کور هم نه‌دی.”
د ناټو عمومي منشي خبریالانو ته یو وار بیا څرګنده کړه چې د افغانستان له حکومته به ملاتړ جاري وساتي او هلته د نړیوالو ځواکونو رول به نه‌بدلېږي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته، داسې ګڼل شوې وه چې د ناټو د غړو په پارلماني غونډه کې به د ناټو د غړو پر غوښتنو خبرې وشي، خو پرونۍ غونډه د سټولټنبرګ په وینا پای ته ورسېده.

د ناټو عمومي منشي په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د امنیت د خرابوالي له امله، د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د ښې روزنې یو هدف د ملکي تلفاتو مخنیوی دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان په وینا، د روان ميلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې لږ تر لږه ۱۶۶۲ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۸۱ تنه زخمیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې په وروستیو اتو کلونو کې په افغانستان کې په وسله‌والو نښتو او حملو کې ۲۶۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ زره افغانان زخمیان شوي دي.
\

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.