سولې شورا: خلیلزاد دې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي

دآزادی راډیو

د امریکا لخوا زلمي خلیلزاد ته د سولې د خبرو اترو د موضوع سپارل په افغانستان کې نوې هیلې پیدا کړي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دا چې ښاغلی خلیلزاد د افغانستان له اوسني وضعیت نه لازم درک لري نو په کار ده په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.

د دې شورا منشي امین الدین مظفري د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی خلیلزاد د دې کار د ترسره کولو توان لري او باید کوښښ وکړي چې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه مساعده کړي.
نوموړي زیاته کړه:

“زما هیله دا ده چې هغوی وتوانېږي، نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي او په کور دننه هم داسې زمینې مساعدې کړي چې بین الافغاني مذاکراتو او خبرو اترو ته لار هواره شي.”

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو په دې وروستیو کې ویلي چې زلمی خلیلزاد به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې اترو کې د امریکا استازيتوب کوي.

ښاغلی پامپيو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته په يوه پيغام کې ویلي چې زلمى خليلزاد به په افغان سوله کې د امريکا د سولې هڅې رهبري کوي او په دې اړه به کېدونکو غونډو او ناستو کې ګډون کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سولې د خبرو اترو د پرمخ بېولو لپاره زلمی خلیلزاد يوه غوره ټاکنه بللې او ویلي چې نوموړی به د افغانستان د سولې ماموريت په بریالیتوب سره پاى ته ورسوي.

په خټه افغان زلمی خليلزاد چې پخوا په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير و، په دې وروستيو کې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازىټاکل شوی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان وايي چې ښاغلی خلیلزاد دې د يوې هر اړخیزې طرحې سره د سولې د خبرو اترو میدان ته ننوځي:
“زه هیله لرم کومه پېژندنه او اړیکه چې خلیلزاد له افغانانو سره لري، له مخې یې په يې نوې طرحې باندې کار وکړي چې د حکومت ترڅنګ،د سیاسیونو،مخالفینو او حتا زموږ د ګاونډيانو لپاره د قناعت وړ وي.”

کلونه کېږي چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کېږي خو لا هم افغانان خپل دغه ارمان ته نه دي رسېدلي.

خو د سولې لپاره هڅې په دې وروستیو کې په ملي،سیمه ییزه او نړیواله کچه پراخې شوي چې ښې بېلګې یې د سعودي، قطر، اندونیزیا او روسیې ناستې دي.

که څه هم طالبانو له دې وړاندې د افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي دي خو ولسمشر محمد اشرف غني دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې يوې ناستې ته وویل چې افغانان له بل هر وخت زیات سولې ته نږدې شوي دي.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.