سورصلیب: افغانستان کې له خنډونو سره فعالیت ته دوام ورکوو

تاند

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پیټر مورییر وايي، افغانستان یې لا هم لومړیتوب دی او دغلته نړیواله کمېټه له ټولو امنیتي ستونزو سره سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

دا خبرې پیټر مورییر له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره جنیوا کې کران مونتانا دیرشم کنفرانس په حاشیه کې د کتنې پر مهال کړي دي.

سره صلیب ته سږ کال افغانستان کې طالبانو د فعالیتونو بندولو ګواښ کړی و چې ځینو سیمو کې یې فعالیت هم ودرېده خو اوس د سره صلیب مشر وايي، امنیتي ګواښونه یې د مرستندویه کارونو مخه نه شي نیولی.

طالبانو سره صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان ته د سږ کال په لومړیو کې ګواښ وکړ چې فعالیتونو باندې یې شک لري او نور دوی افغانستان کې د طالبانو له لاسه فعالیت نه شي کولی.

له دې وروسته سره صلیب اعلامیه ورکړه چې د خپلو کارمندانو د خوندیتوب په خاطر تر یو وخته خپل فعالیتونه افغانستان کې دروي.

خو اوس د دغه نړیوال بنسټ له مشر سره لیدنه کې اجرائیه رئیس عبدالله نه یوازې د سره صلیب د هلو ځلو مننه کړې بلکې افغانستان کې یې د دوی د فعالیتونو د لمنې پراخولو غوښتنه هم ترې کړې ده.

دې لیدنه کې د سره صلیب مشر د افغانستان د زندانونو کې د بندیانو د وضعیت په تړاو خپل راپور هم ورکړ او زیاته یې کړه چې افغان حکومت باید دغه راپور ته زیاته توجه وکړي.

بلخوا عبدالله عبدالله ژمنه کړې چې افغان حکومت به د زندانونو وضعیت ته جدي پام کوي او د بشري سرغړونو مخه به نیسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.