سناتوران: په مستعارو نومونو څو څو تذکرې اخیستل کېږي

 

n

د افغانستان د مشرانو جرګې یوشمېر غړي ادعا کوي چې د تذکرو د وېش په مرکزونو کې هر څوک کولای شي چې په اساني په بېلابېلو نومونو درې څلور تذکرې واخلي.

د دغې جرګې یوشمېر غړي د نفوسو د احوالو د ثبت له ادارې غواړي چې د تذکرو د وېش په مرکزونو کې خلکو ته د څو څو تذکرو د وېش مخه ونیسي.

دوی ادعا کوي چې یو کس په ډېرې اسانۍ سره کولای شي چې په بېلابېلو مرکزونو کې په مستعارو نومونو درې څلور تذکرې واخلي.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري تازه د دغې جرګې په عمومي غونډه کې ویلي چې یوه ساتونکي یې په بېلابېلو مرکزونو کې درې تذکرې اخیستې دي.
نوموړې زیاته کړه:

“نه بای میټريک شته، نه د ګوتې نښان اخیستل کېږي، د تذکرو سوابقو ته مراجعه نه شته او نه پوښتنه کېږي، تېره ورځ زما یوه ګارد تللی و، له درې سایټونو یې درې بېلابېلې تذکرې اخیستې وې، یوازې د پلار نوم ته یې بدلون ورکړی او په خپل نوم یې درې تذکرې اخیستې دي.”

د دغې جرګې بل غړی فرهاد سخي د تذکرو د وېش په سیستم انتقاد کوي او وايي، نن، سبا هرڅوک کولای شي چې ځانته څو تذکرې واخلي چې دې چارې دوی سخت اندېښمن کړي دي.

یوه ساتونکي مې په بېلابېلو سایټونو کې درې تذکرې اخیستي.
د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت اداره وايي چې دوی د انتخاباتو د نوم لیکنې بهیر ته د چمتووالي په هدف، د تېر کال د دلوې د میاشتې په نیمايي کې په ټول افغانستان کې په څلور سوه اداري واحدونو کې، د تذکرو د وېش ملي کمپاین پیل کړی چې تراوسه شااوخوا څلور سوه زرو کسانو تذکرې اخیستې دي.

د نفوسو د احوالو د ثبت د ادارې ویاند روح الله احمدزي ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ادعاوې رد کړې چې ګوندې هرڅوک کولای شي، په دغو مرکزونو کې څو تذکرې واخلي.
دی وایي :

“په ټوله کې مو جدي تدابیر نیولي، دغه خبره موږ په جدیت سره ردوو، داسې کوم مورد نشته، که چېرې سناتورانو داسې موارد لیدلي وي او اسناد لري، مهرباني دې وکړي، موږ سره دې شریک کړي، په اړه به یې جدي اقدام وشي او هغه کارکوونکي چې قصدآ یې دا کار کړی وي، د قانون منګلو ته به وسپارل شي. ”

ښاغلی احمدزي وايي، نه یوازې سناتوران، بلکې هرڅوک چې په دې برخه کې اسناد لري، له دوی سره دې شریک کړي.

د نوموړي په خبره، د تذکرو د وېش د پرویسجر له مخې، کله چې یو کس د کلي ملک یا د ګذر وکیل، سرخېل او له یوه دولتي ماموره د هویت تصدیق راوړي، کولای شي یوازې یوه تذکره واخلي.

خو دا چې تراوسه امنیتي ادارو د سناتورانو د یادو ادعاو په اړه څه اقدام کړی، د کورنیو چارو وزارت وايي چې د تذکرو وېش د نفوسو د احوالو د ثبت په ادارې پورې اړه لري، نه په دوی پورې.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه باري عارض وايي، د قانون له مخې د کورنیو چارو وزارت مسؤلیت لري چې د جال او تذویر مخه ونیسي.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.