سناتوران: موازي ادارې له تداخل او تشکیلاتي پړسوب پرته، نور موثریت نه لري

دآزادی راډیو

د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي او د حقوقي چارو یوشمېر پوهان وايي، د موازي ادارو جوړول د کاري تداخل او تشکیلاتي تورم یا پړسوب له رامنځته کولو پرته، نور کوم اغېز نه لري.

د بارزس په نامه له اداري فساد سره د مبارزې د یوې نوې ادارې د جوړېدو په هدف، د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له خپرېدو سره سم د مشرانو جرګې ځیني غړي او د حقوقي چارو پوهان وايي، د موازي ادارو جوړول د ستونزو او د اداري فساد د زیاتېدو لامل ګرځي.

د مشرانو جرګې د تقنین او عدلي او قضايي چارو د کمېسیون غړي مولوي غلام محی الدین منصف د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د موازي ادارو جوړول د کاري تداخل او تشکیلاتي تورم یا پړسوب له رامنځته کولو پرته، کوم موثریت نه لري.
دی وایي:

“کاري تداخل پیدا کوي، په لویه څارنوالۍ کې اوس د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې یو معنیت جوړ شوی چې پخوا ریاست و، همدا شان څو کمېسیونونه موجود دي، د دوی ترمنځ کاري تداخل پیدا کېږي، بودجه غواړي او تشکیلاتي تورم زیاتیږي.”

د ده په خبره، د اداري فساد پرضد د مبارزې لپاره ګڼې ادارې جوړې شوي، خو لاسته راوړنې نه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې، د اداري فساد پرضد د مبارزې او د شکایتونو په صورت کې د اجرائیه ریاست په ګډون، د دولت د لوړپوړو چارواکو د فعالیتونو د څارلو په هدف، د بازرس په نامه یوه نوې اداره جوړېږي.

د فرمان له مخې، دغه اداره به یو مشر ولري، په چارو کې به خپلواکه وي او یوازې ولسمشر ته به ځواب ورکوونکې وي.

خو د مشرانو جرګې د تقنین او عدلي او قضايي چارو د کمېسیون غړی ښاغلی منصف وايي، په لوېې څارنوالۍ کې د اداري فساد پرضد د مبارزې د معینیت او د تفتیش د مرکزي کمېسیون ترڅنګ، له اداري فساد سره د مبارزې ګڼ کمېسیونونه موجود دي او د دوی تر څنګ د بازرس په نامه د یوې نوې ادارې جوړول، د ستونزو د حل پرځای، ستونزې ډېرولای شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د مسؤلینو نظر ولرو، خو بریالي نه شو.

بل خوا د سیاسي او حقوقي چارو پوه ودیر ساپی وايي، که حکومت د بازرس د ادارې په جوړولو سره د فساد پرضد د مبارزې نورې ادارې چې پخوا جوړې شوي، منحل کړي، بیا نو د دغې ادارې جوړېدل موثر تمامېږي.

د سیاسي او حقوقي چارو پوه ودیر ساپی
د سیاسي او حقوقي چارو پوه ودیر ساپی
نوموړي وویل:

“که ولسمشر غواړي چې خپل فرمان پلی کړي، خلکو ته دې وښيي چې د بارزس په څېر چې نورې ادارې جوړې شوي او برخلیک به یې څه وي، که هغه لغوه او یوه اداره ترې جوړوي او رښتيني کسان پکې ګماري، بیا نو ویلای شو چې ممکن دا کار سم وي.”

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته، ولسمشر د خپل کار په لومړیو کې اعلان کړه چې موازي ادارې به یا یوځای کېږي او یا به لغوه کېږي چې په دې لړ کې له فساد سره د مبارزې عالي اداره په لویه څارنوالۍ کې مدغم شوه.

ښاغلی ساپی وايي، اوس ګڼې ادارې شته چې ورته مسؤلیتونه لري او که له انتقاد سره مخ شي، په اسانۍ سره د خپلو کارونو پړه په نورو ادارو اچوي.

راپور: خان محمد سیند

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.