سمیع الحق وايي، د پاکستان پوځ باید د حقاني شبکې پر ضد اقدام ونه کړي

 

 

تاند- د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند او د «دفاع پاکستان شورا» مشر مولانا سمیع الحق وايي، د ده کسان په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي او د پاکستان پوځ باید د حقاني شبکه د پاکستان له خاورې ونه باسي.

سمیع الحق په زغرده وویل چې د ده د ګوند او د ده تر مشرۍ لاندې په دفاع پاکستان شورا کې د شاملو ډلو غړي په افغانستان کې جنګېږي.

ویل کېږي چې «دفاع پاکستان کونسل» د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري په افغانستان او هند کې د پاکستان د پوځي ګټو د دفاع او په پاکستان کې دننه پر ملکي حکومتونو د فشار راوړلو لپاره جوړه شوې ده.

د پاکستان د دفاع شورا له ۴۰ مذهبي ډلو او ګوندونو جوړه ده چې اکثره یې د امریکا په تور لېست کې شامل دي.

د دغو ډلو ځینې د پاکستان د حکومت له لوري هم د خورا زیات افراط له کبله ممنوع اعلان شوي دي.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر وویل چې تروریستان د پاکستان په خاوره کې پناهځایونه لري او پاکستان باید د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد اقدام وکړي، د پاکستان پوځ او حکومت وویل چې په خاوره کې یې تروریستان پناهځایونه نه لري.

خو مولانا سمیع الحق د پاکستان له پوځه وغوښتل چې په پاکستان کې د حقاني شبکې پر ضد د امریکا په خوله اقدام ونه کړي.

مولانا سمیع الحق له فضل الرحمان خلیل (د یوې سختدریځې جهادي ډلې مشر) او د پاکستان د پخواني دیکتاتور ضیا الحق له زوی اعجاز الحق سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د ډانلډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې وویل دا ممکنه نه ده چې د پاکستان پوځ د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي.

ده همداراز وویل، امریکا په سیمه کې د امنیت په لټه کې نه ده او دی له خلکو غواړي چې په افغانستان کې د امریکا پر ضد جهاد وکړي.

سمیع الحق وویل د ده تر مشرۍ لاندې ډلې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره په جګړه کې برخه لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.