سمنګان کې پر کارګرو د ډبرو سکرو کان له چاودنې وروسته راناست دی

 

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د سمنګان په کوز دره صوف کې د ډبرو د سکرو یوکان کې چاودنې له ۶۰ تر ۷۰ پورې کارګر لاندې کړي دي.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري تاند ته وايي، پېښه د شباشک د دبرو سکرو کان کې نن ماسپښین شوې ده.
نوموړی وايي، د چاودنې پر مهال له ۶۰ تر ۷۰ تنو پورې کارګر کان کې دننه وو او ټول ایسار شوي دي، خو معلومه نه ده چې څومره په کې مړه دي.

په همدې حال کې د دره صوف ولسوال سلطان علي سلطاني تاند ته چاودنه تاییدوي خو وايي، د کان لږه برخه ویجاړه شوې او کان کیندونکي هم له ۲۰ تنو زیات نه وو: (( نه پوهېږو چې دغه کسان مړه دي که ژوندي خو د را ایستلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.))

په افغانستان کې د کانونو غیر معیاري استخراج ډېری مهال د کانونو د کیناستو سبب ګرځي چې له کبله یې لسګونه کارګر ډېری مهال مړه کېږي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.